1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د عملياتو له اعلان سره سم د ناټو الوتکي رالوېدل

نسيم صابر (dpa,AP)۱۳۹۲ اردیبهشت ۸, یکشنبه

په افغانستان کي د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيلېدو له اعلان سره سم د ناټو ځواکونه يوه الوتکه رالوېدلې او څلور تنه نړيوال سرتيري پکښې وژل شوي دي. خو ناټو ويلي دي چي د الوتکي د رالوېدو په سيمه کي دښمن فعاله نه وو.

https://p.dw.com/p/18OVi
A 31st Fighter Wing United States Air Force F-16 jet fighter takes off at the Aviano NATO airbase ,in Aviano, Italy, Friday, March 25, 2011. (Foto:Luca Bruno/AP/dapd)
F-16 Jetانځور: dapd

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې امنيتي ځواکونو يې د طالبانو نوي کمپاين ته، چې وايي «نظامي او ديپلوماتيک ځايونه به په نخښه کړي» پوره چمتووالی نيولی دی.

د دغه وزارت له اړخه ويل شوي دي چې «افغان ملي اردو دې ته چمتو دی چې دغه عمليات شنډ کړي.» په داسي حال کي چي افغان امنيتي ځواک د هيواد د امنيتي چارو د پرغاړه اخيستلو په حال کي دي د سږکال د اپريل مياشت تر ټولو خونړۍ مياشت بلل شوې ده.

په راتلونکي کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو او ولسمشريزه انتخاباتو په کتو سره وسله والو ياغيانو خپل يرغلونه ډېر کړي دي او غواړي چې قدرت او نفوذ ومومي.

د امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ هغه تلاښونه چې غواړي د طالبانو وسله وال اسلامي غورځنګ له افغان حکومت سره پخلا کړي، ډېر پڅ مخ ته ځي.

ناټو ويلي دي چې لومړنيو راپورونو دا وښودله چې د الوتکې د رالوېدو په سيمه کې دښمن فعال نه وو. طالبانو سمدلاسه د الوتکې د رالوېدو مسئوليت هم نه دی اخيستی.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د قربانيانو نومونه نه دي اخيستل شوي او نه هم د پېښې سيمه په دقيق ډول ښودل شوې ده. خو د زابل د والي مرستيال محمد جان رسوليار، ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو يوه الوتکه د شنبې په مازديګر په شاجوی ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.

طالبانو گواښ کړی دئ، چي پسرلني عمليات به کوي.
طالبانو گواښ کړی دئ، چي پسرلني عمليات به کوي.انځور: AP

د طالبانو د شنبې ورځي په اعلاميه کې راغلي دي چې دوی به د ژمي په تېرېدو سره يرغلونو ته زور ورکړي، ځکه چې د هوا تودوالی د دې امکان ورکوي چې په آسانۍ سفر وکړي او جګړي ته دوام ورکړي. دغي وسلوالې ډلې ويلي دي چې دوی به له هري هغي لاري کار واخلي چې «بهرنيو يرغلګرو ته سخته مرګ ژوبله واړوي.»

د طالب جنګيالي غواړي چې د افغانستان اوسنی حکومت نسکوره کړي. هغوی په خپلو پسرلنيو عملياتو باندي د «خالد بن وليد» نوم ايښی دی او ګواښ يې کړی دی چې افغان امنيتي ځواک ته به ورداخليږي او د افغاني پوليسو او عسکرو او همداراز نړيوالو ځواکونو پر وړاندي به نوري حملې هم تر سره کړي.

اپريل تر دې دمه د سږ کال تر ټولو خونړۍ مياشت وه. د اسوشيتيد پرېس خبري آژانس د احصايې له مخې په دغه مياشت کي د ملکي وگړو افغان امنيتي ځواک او بهرنيو سرتيرو په گډون ۲۶۱ وژل شوي دي.

د احصائيې له مخي ۲۱۷ تنه ياغيان هم وژل شوي دي. دا په داسي حال کي ده چي تېر کال په اپريل مياشت کي دغه شمېره ۱۷۹ تنه ول او د وژل شوو ياغيانو شمېر ۲۶۸ تنه وو.