1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د وخت ددفاع وزير په زندان کي مړ سوی دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه

د طالبانو د وخت د دفاع وزير د پاکستان په يوه زندان کي د زړه د ناروغۍ له امله مړ سوی دئ. ددغي ډلي يوه وياند د دوشنبې په ورځ دغه خبر تائيد کړی دئ.

https://p.dw.com/p/142W1
انځور: picture-alliance/dpa

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي ملا عبيد الله اخوند په ۲۰۱۰ کال کي په زندان کي مړ شوی دئ.

دغه رپورټ وړاندي کاږي چي ملا عبيدالله اخوند په ۲۰۰۷کال کي د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د بلوچستان ايالت په کوټه کي نيول شوی وو. د نوموړي کورنۍ اوس په دې خبره سوې ده چي هغه د ۲۰۱۰کال د مارچ د مياشتي پر پنځمه نيټه د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچي په زندان کي مړ شوی دئ.

ملا عبيدالله د ملا عمر له نژدې مرستيالانو څخه وو. او دا په تيرو څو کلونو کي د طالبانو په ليکو کي د تر ټولو لوړپوړي چارواکي نيونه وه.

په ۲۰۰۱ کال کي په افغانستان کي د طالبانو د حکومت تر راپرځېدو وروسته ډيری طالبان پاکستان ته واوښتل.

خبر پاڼه وړاندي زياتوي چي طالبانو په «کلکه» له پاکستان څخه غوښتي دي چي د ملا عبيدالله د « بند، مرگ او ناروغۍ» په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

د روان کال په پيل کي د عبيدالله اخوند نوم په هغه احتمالي ليست کي ياديدئ چي د طالبانو له خوا د سولي د خبرو اترو په اړه وو.

په پام کي ده چي د لويديځ والو سره د طالبانو ډله د سياسي خبرو اترو له پاره په قطر کي يو دفتر پرانيزي.

د طالبانو د وخت پخوانی وزير چي اوس د سولي د عالي شورا غړی دئ مخکي ويلي ول چي د عبيدالله اخوند نوم د زندانيانو په هغه ليست کي شامل دئ چي طالبانو ئي د آزاديدلو غوښتنه کړې وه.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل