1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د طالبانو سره خبري لا په ابتدايي مرحله کي دي"

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

يو شمېر ديپلوماتان په دې نظر دي، چي په افغانستان کي د سولي خبري لا هغي مرحلې ته نه دي رسيدلي چي له مخه يې د هغه هيواد په اړه پريکړه وسي. امريکا غواړي د يوې سياسي حل لاري په پيدا کولو سره د ۲۰۱۴ کال تر پايه سرتيري و باسي.

https://p.dw.com/p/11cvq
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/ dpa

په داسي حال کي چي واشنگټن اوس په دې سلا مشورو کي دی چي په راتلونکي مياشت کي د افغانستان څخه څومري سرتيري وباسي، د يپلوماتان وايي چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري لا تر اوسه په لومړي پړاو کي دي.

يو ديپلوماټ چي د افغانستان په هکله په نړيوالو خبرو اترو کي ونډه لري، وايی چي، اوس په افغانستان کي د خبرو اترو په بهير کي دواړي شکېلي خواوي يو بل ارزوي.

په کابل ميشت يوغربي ديپلومات هم ويلي چي لا تر اوسه د افغانستان د سولي بهير ډير پر مختګ نه دی کړی. دی زياتوي چي لا تر اوسه پوري داسي خاصي خبري اتري نه دي تر سره سوي، يوازي ځيني اړيکي ټينګي سوي.

په راتلونکي مياشت کي به ولسمشر اوباما اعلان وکړي چي د افغانستان څخه څومره سرتيري وباسي ترڅو خپلي هغه ژمني پوره کړي چي په افغانستان کي به خپل د سرتيرو شمير کم کړي او د دغه هيواد امنيتي مسوليتونه به افغانانو ته وسپاري.

اوباما په دې وروستيو کي د افغانستان د سولي بهير ته د لس کلني جګړې د سياسي پای په توګه اشاره کړې ده.

د امريکا متحده ايالتو د دفاع وزير، رابرت گېټس، چي تيره اونۍ په افغانستان کي ؤ ويلي چي ښايي د روان کال په ژمي کي د طالبانو سره داسي خبري اتري وسي چي هيله لرونکي وي.

د بېلا بېلو هيوادونو د ديپلوماتانو په حواله واشنگټن د افغان طالبانو د استازو سره څو مياشتي وړاندي مخامخ خبري پيل کړي.

پاکستان اوس په اوضاوو کي لا ډير ښکيل دي

ديپلوماتان وايي، دا چي متحده ايالات غواړي چي طالبان او القاعده د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د تور ليست پر دوو جلاجلا ليستونو وويشي، دا د خبرو اترو په بهير کي يو پرمختګ دی.

په تور ليست کي شامل کسان نه سي کولای چي په آزاده توګه سفر وکړي او د دوی شتمني هم د هيوادونو د دولتونو لخو کنګيل کيږي.

اوس مهال واشنگټن او افغانستان پر دې خبري کوي چي په افغانستان خپلي نيمه دايمي اډې جوړي کړي. دغه اډې به وروسته له هغه جوړي سي چي امريکا تر 2014 کال پوري خپل ټول جنګي پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

يو ديپلومات وايي چي طالبان کيدای سي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پلان چي تر 2014 کال پوري به بشپړ سي ومني. خو دوی ښايي د امريکا د دايمي اډو د جوړيدو سخت مخالف وي.

يو بل ديپلومات وايي چي طالبان په افغانستان کي د ځان له پاره تر هغه څه چي دوی ته غربيانو په نظر کي نيولې، ډير سياسي ځای غواړي.

افغان حکومت او نړيواله ټولنه وايي چي د خبرو اترو د بهير وروسته به طالبان د افغانستان په سياسي بهير کي د ديموکراسي د اصولو سره سمه برخه واخلي خو ښايي دغه د طالبانو له پاره کافي نه وي.

دا هم يوه واضيح خبره ده چي، مخامخ خبري هم نه سي کولای چي ټولي ستونزي د څو ورځو په ترځ کي له منځه يوسي. د برتانيې حکومت د ايرلند له پوځ سره په 1972 کال کي مخامخ خبري پيل کړې چي شل کاله وروسته يې پايلي معلومي سوې.

دغه راز دا خبره هم نه ده معلومه چي ملاعمر به پر نورو ګروپونو، کله د حقاني او حزبي اسلامي باندي څومره اغيزه ولري او څومره به وسي کړای چي د خپلي ډلي ځوان جنګيالي د سولي پروسې ته و هڅوي.

د حقاني ګروپ چي مشري يي د پاکستان په شمالي وزيرستان کي ده اوس مهال په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پر ضد عملياتو کي يو له فعالو ګروپونو څخه ده.

کارپوهان په دې نظر دي چي په دغه پروسه کي بايد د سيمي د هيوادونو لکه د هند، روسيي، پاکستان، ايران او چين رضايت هم په پام کي ونيول سي، او دا خبره بايد معلومه وي چي، دغه هيوادونه به د سولي د بهير تر پلي کيدو وروسته، په افغانستان کي د دولت ضد کوچني سازمانونو څخه ملاتړ نه کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل