1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره خبري کول د "بشپړ تسليم" مانا لري

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

د روسيې په فدرالي شورا کي د دفاع او امنيت کمېټې مشر ويکتور ازيروف وايي چي د طالبانو سره به د امريکا د متحده ايالاتو خبري کومي پايلي و نه لري او بل دا چي د هغوی سره خبري کول خپله ماته په رسمت پيژندل دي.

https://p.dw.com/p/11jiB
«امريکا به په افغانستان کي خپل حضور پياوړی وساتي»
«امريکا به په افغانستان کي خپل حضور پياوړی وساتي»انځور: picture-alliance/ dpa

« دا يوه خاصه اخلاقي موضوع ده. امريکايانو خو لس کاله د جمهوررئيس کرزي ملاتړ کاوه او اوس يې د طالبانو سره خبري پيل کړې. که واشنگټن د هغه چا سره چي دوی لس کاله ور سره و جنگيدل اوس خبري کوي، نو خپله ماته پخپله په رسميت پيژندي.»

ويکتور په مسکو کي د انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي چي، په دې کي هيڅ شک نسته چي د طالبانو سره خبري کول اسانه کار نه دی، او بل دا چي هغوی به هيڅ وخت د امريکا غوښتنو ته سر ټيټ نه کړي.

« په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو حضور د امريکا په گټه نه دی. زه وړاند وينه کوم چي، د هغوی تروتلو وروسته به په هغه هيواد کي وضع ارامه نه، بلکي نوره به هم ستونزمنه سي.»

د امریکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا ږغ راډيو سره په مرکه ويلي چي په افغانستان کي به پر طالبانو نور هم خپلو پوځي فشارونو ته دوام ورکړي تر څو طالبان دې ته مجبوره کړي چي د خبرو ميز ته کښېني او بل دا چي د القاعدې د شبکې سره اړیکي وشلوي.

ازيروف وايي چي امريکا به په افغانستان کي خپل حضور پياوړی وساتي. د هغه په خبره د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان تر ډيره سياسي اړخ لري.

په روسيه کي ډيری کارپوهان په دې نظر دي چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا په متحده ايالاتو کي د ولسمشر په ټاکنو پوري تړلي دي.

د روسيې په پارلمان کي د حقوقي چارو د کمېټې مشر اناتولي ليسکوف په دې نظر دی چي د افغانستان څخه د امریکا ځواکونو د وتلو پلان په هغه هيواد کي د ولسمشر د ټاکنو سره تړلی.

« په امريکا کي د ولسمشرۍ په تيرو ټاکنو کي د اوباما ټيم د عراق څخه د عسکر و ايستلو موضوع راپورته کړې ول اوس به د افغانستان څخه وي.»

د پوځي چارو کار پوه سناتور ولگ پنتلييف بيا په دې نظر دی چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره هلته بيا کورنۍ جگړه پيليږي.

« افغانستان يو ځانگړی هيواد دی. هلته خلک تر اوسه پوري د تيري سليزي په قانون کي ژوند کوي او هر وخت چي هلته هرڅوک. که هغه برتانيه وه که شوروي اتحاد او که د امريکا متحده ايالات ورغلي او غوښتي يې دي چي خپلي مفکورې هلته پلې کړې د ماتي سره مخامخ سوي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی