1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره د خبرو دپاره د امريکا شرايط تر اندازې لوړ دي

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

د امريکا يو څېړونکی ژورناليست گاريت پورټر ليکي چي په افغانستان کي په نظامي توگه د تکانونو خوړلو وروسته بيا هم د باراک اوباما حکومت د وسله والو طالبانو سره د خبرو په موضوع کي ډېر محتاطه دی.

https://p.dw.com/p/PTHc
منابع وايي چي که امريکا په افغانستان کي د خپلو درو برخو عسکرو څخه دوې برخي وباسي بيا به هم د ډيپلوماسۍ له لاري فشار راوستلو ته دوام ورکړي.
منابع وايي چي که امريکا په افغانستان کي د خپلو درو برخو عسکرو څخه دوې برخي وباسي بيا به هم د ډيپلوماسۍ له لاري فشار راوستلو ته دوام ورکړي.انځور: AP / DW-Fotomontage

دا خبره هغه کسانو کړېده چي د اوباما د ادارې د طرزتفکر سره بلد دي.

د بلي خوا د اوباما اداره د طالبانو سره د خبرو دپاره داسي سخت شرايط ټاکلي، چي د حقيقت څخه ليري دي.

د اوباما د ادارې دغه شراېط هغو شراېطو ته ډېر ورته دي چي امريکا د وېټنام د جگړې په پيل کي ايښي وه.

منابعو د آی پي ايس نړيوال خبري آژانس ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دي چي د اوباما اداره بايد د طالبانو سره د نظامي روغي جوړي پر سر د کرزي د حکومت او د طالبانو تر منځ د خبرو فرق تعين کړي.

منابعو و خبري آژانس ته د دې تأيد هم کړی دی چي پاکستانی پوځ د طالبانو سره په خبرو بوخت دی او د خبرو اترو مهم ټکي د متحده ايالتونو او د سعودي عرب سره شريکوي.

دغه خبره د سيد سليم شهزاد په راپور کي هم سوې وه کوم چي د ايشيا ټايمز ورځپاڼې د سپتامبر د يولسمي په گڼه کي چاپ سوی ؤ.

خو منابعو ويلي دي چي د شهزاد د ليکل سوي مطلب برعکس د پاکستان پوځ د خپلو مقاصدو دپاره د طالبانو سره په خبرو بوخت دی او نه دا چي هغه د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو د پېل بنسټ رامنځ ته کول غواړي.

د منابعو په وينا امريکا لا تر اوسه د پراخو استخباراتي معلوماتو په راټولولو بوخته ده او نه دا چي د کرزي او طالبانو د جوړجاړي پرته د طالبانو د مشرتابه سره د جلا جوړ جاړي تگلاره جوړ کړي.

سرچينو دې خبري ته اشاره کړېده چي د امريکا حکومت د طالبانو سره داسي جوړ جاړی ندی کړی چي د خپلو عسکرو د ايستلو په بدل کي به طالبان ځان دې ته ژمن کړي چي د القاعدې سره به اړيکي شلوي او دا چي القاعدې ته به اجازه نه ورکوي چي د افغانستان د خاورې څخه عمليات وکړي.

خو دغه ډول جوړ جاړی به د امريکا د کورنۍ دفاعي تگلاري سره سمون درلودلای او د اوباما د ادارې د تگلارې سره به هم په ټکر کي نه وای.

د شهزاد د لېکني برعکس پاکستاني حکومت طالبانو ته هيڅ داسي وړانديز ندی کړی چي امريکايي عسکر د افغانستان د جنوب څخه ووزي او په شمال کي پاته سي او نه يې هم د دې وړانديز په هکله د طالبانو غبرگون معلوم کړی دی.

د امريکا حکومت پر خپله دغه ادعا ولاړ دی چي يوازي هغه وخت به په بشپړه توگه د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ جوړ جاړی رامنځ ته سي.

منابع وايي چي د اوباما اداره په بشپړه توگه پدې پوه ده چي د وروستي جوړ جاړي دپاره د امريکا او کرزي د حکومت دا شرط زيات مؤثرنسي کېدلای چي طالبان دي په بشپړه توگه خپلې وسلې پر مځکه واچوي.

د جوړ جاړي دپاره د کرزي او امريکا دا شرط چي طالبان دي وسلې پر مځکه واچوي د 1965 م ميلادي کال په وېټنام کي د امريکا د شرط سره ډېر ورته دی په کوم کښي چي د لايډن جانسن ادارې په ټاکنو کي د ونډه اخيستلو د حق ترلاسه کولو دپاره دا شرط ايښی ؤ چي وسلې به پر مځکه کښېښودل کيږي او دا چي عمومي عفوه به منل کيږي.

منابع زياتوي چي د امریکا دغه لوی او سخت شرط پدې دومره جگ ټاکل سوی دی چي پکښي د اصلي خبرو اترو پر وخت د تغير راوستلو گنجايش وي. د بلې خوا په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شتون پر طالبانو يو ډول فشار زياتوي چي د کرزي د حکومت سره جوړ جاړي ته ورسيږي.

منابع وايي چي که امريکا په افغانستان کي د خپلو درو برخو عسکرو څخه دوې برخي وباسي بيا به هم د ډيپلوماسۍ له لاري فشار راوستلو ته دوام ورکړي ولي چي پدې توگه په امريکا کي د کور دننه د جگړې په وړاندي د ملاتړو شمېر زیات سي.

عيني هغه ډول لکه ريچارډ نيکسن چي په 1969م ميلادي کال د وېټنام ته څخه يو شمېر عسکر وايستل او دغه کار دده سره مرسته وکړه چي په 1972 ميلادي کال کي جگړه اوږده کړي.

شهزاد په خپله ليکنه کي ليکلي وه چي د جوړ جاړي لپاره د پاکستاني طالبانو شرط دا دی چي امريکايي عسکر دي په بشپړه توگه د افغانستان څخه وايستل سي.

له بلې خوا طالبانو په خپله وېبپاڼه کي د تېر مېلادي کال د ډسمبر په مياشته کي د دې اشاره هم ورکړې وه چي د افغانستان اسلامي امارت به د بهرنيانو سره د جگړې وروسته القاعدې او نړيوالو جهاديانو ته د افغانستان د خاورې څخه د گټې اخيستلو اجازه ورنه کړي.

د آی ايس پي نړيوال خبري آژانس سره په مرکه کي مولوي ارسلان رحماني چي د طالبانو د حکومت پر وخت د لوړو زدکړو وزير ؤ او د کرزي او طالبانو تر منځ د تماس ټينگولو د يوې وړې ټولۍ غړی هم ؤ ويلي وه چي د طالبانو او کرزي د حکومت تر منځ د خبرو اترو پايله بايد يو داسي تړون وي چي په ترځ کي يې ټوله بهرني عسکر د افغانستان څخه ووزي او طالبان د القاعدې سره خپلې اړيکي وشلوي.

د طالبانو په حکومت کي د بهرنيو چارو د وزارت يو کارکوونکی وحيد مژده هم وايي چي د طالبانو په دريځ کي هيڅ بدلون ندی راغلی. د آی پي ايس خبري آژانس سره د خبرو پر وخت مژده وويل چي د کوچني اختر په خپل پيغام کي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د خپلې وسله والې مبارزي د جريان هوډ کړی ؤ او ويلي يې وه چي هيڅکله به د افغانستان اوسنی حکومت ونه مني.

دا حقيقت چي د امريکا ادارې د جوړ جاړي په هکله د حد اکثر جگو شرايطو پرته په خپله تگلار کي نور پرمختگ ندی راوستلی د دې څرگندويي کوي چي امريکا به د څو نورو مراحلو څخه د تېرېدو وروسته دا خبره منلو ته اړيږي چي د اشغال پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان د سياست کنټرول ونه لري.

گاريت پورټر/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل