1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره سوله به څرنګه وی؟

۱۳۸۷ بهمن ۳۰, چهارشنبه

طالبانو د سه شنبي په ورځ دفبروري په 17 نيټه وروسته دسولي دتړون له کولو څخه دلمانځلو لپاره يو دليل درلوده دغوافراطيانو دپاکستان په شمال لويديزکي په مظاهرو لاس پوري کړ ، دبرياليتوب په مظاهرو باندي.

https://p.dw.com/p/GwbX
سوات
سواتانځور: Faridullah Khan

د ډيرو تحليل کونکو په نظر دا د تعجب ځاي ندي ځکه چي دوي د پاکستان له پوځ سره د مياشتو مياشتو جګړو نه وروسته خپلي موخي ته رسيدلي دي. د پاکستان کارپوه همیرمن يوګون محسن پدي اړه وايي:

«زه پدي کي د دولت سمبولي ماته وينم ځکه چي دولت د برلاسي په ساتلو ندي بريالي شوي.»

طابانو د2007 کال په پاي کي په وسله وال پاڅون لاس پوري کړ. په تيره بيا د سوات په ډيري ښکلي دره کي ناکراري شوه. او افراطيانو اوزورلارو دوينو دتوييدلو په ميدان باندي بدله کړه. دهغه رنځونه ملکي وګړو ګالل په زرهاوو کسه له هغه ځايه څخه وتښتيدل، کتاب ليکونکي جيمزفرګوسون وايي:

« که څوک هلته ژوند کوي ددي معني داده چي هلته سوله شته، هلته په زرهاوو ملکي وګړي مړه شول داسي ښکاري چي حکومت په هره بيه چي وي سوله راوستل غواړي.»

په پاکستان کې طالبان له درنو وسلو سره
په پاکستان کې طالبان له درنو وسلو سرهانځور: Faridullah Khan

د سولي د راتلو بيه چي هغه ولايت يي ورکوي شريعت او داسلامي حقوقو رواجول دي .دا طالبانو ته چي له اوږدي مودي راهيسي دمدني قانونونو په ځاي دديني قانون دراوستلو غوښتونکي دي دامتياز دورکولو معني لري .داچي په راتلونکي کي به هلته خلک په درو ووهل شي، اوڅوکبه سنګساره شي اوکنه؟ په مسايلو باندي دقضاوت کونکو قاضيانو په لاس کي ده .فرګوسون عقيده لري چي لويديزهم لدي امله دنا کراريدولپاره دليل لري .او وايي:

داپه ټولي نوموړي سيمي کي داسلاميزم دراتلوښکاره نښه ده .دامريکا متحده ايالونه او انګلستان اوس را ويښ شويدي اوپدي پوهيدلي دي چي دايوازي افغاني ربړه نه بلکه سيمه ايزه ستونزه ده .دوي پدي منځکي داف پاک په ربړي، يعني دافغانستان پاکستان په ربړي باندي غږيږي اوداسمه ده ځکه.داخبره کوم رازندي اودشمالي اطلس تړون ناتو هم اوس انديښمنه شوي ځکه چي په افغانستان کي د دوي په پوځونو باندي دهغو ځانمرګيو لخوا بريدونه کيږي چي په پاکستان کي روزل شوي له هغه ځايه استول شوي، او حتي له هغه ځايه يعني له لري لارښودنه ورته کيږي .ددي لپاره له طالبانو سره دپاکستان دحکومت دسولي کولو ته له افغانستانه څخه په انديښني سره کتل کيږي دپاکستان کارپوهه ميرمن محسن هم پدي برخه کي انديښنه لري او وايي:

«داسي معاهدي ډيري شويدي، چي کومه نتيجه يي نده لرلي، دهمدي لپاره نه پوهيږم چي دا معاهده به څه حاصل ولري.»

ويل کيږي چي طالبانو په پخوانيو وختونو کي د جګړو له دمو څخه دنويو تشکيلاتو، او په نويو وسلو باندي د ځان د سمبالولو لپاره ګټه اخيستي ده اوداخبره چي طالبان روغي ته چمتو ندي په تيرو مياشتو کي يي په پاکستان کي په ډيري بي رحمۍ سره ښودلي دي، د خپلو مخالفينو سرونهيي تري پريکړل، او دسي ډي ګانو اود ډي وي ډي ګانو هټۍ يی بيدياکړي اوهمدغسي يي ښونځي ،په تيره بيا د نجونو ښوونځي ويجاړ کړيدي.