1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو قوماندان: طالبان جگړه نه شي گټلای

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو یوه لوړپوړي قوماندان له یوې انگلیسي مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو توان نه لري. هغه زیاته کړې ده چې طالبان د افغانستان جګړه نه شي ګټلای.

https://p.dw.com/p/15VM4
انځور: AP

د طالبانو د دې قوماندان مرکه د بریتانیې د (New Statesman Magazine) له خوا خپره شوې ده. دې مجلې د طالبانو د دې قوماندان نوم نه دﺉ اخیستی.

مرکه د افغانستان د چارو کارپوه او په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي مایکل سیمپل، تر سره کړې ده. په مرکه کې د طالبانو قوماندان ویلي دي: «یوازې د یوې غیبې مداخلې په پایله کې طالبان کولای شي چې دغه جګړه وګټي.»

په مجله کې د طالبانو دې قوماندان ته د مولوي نوم ورکړل شوی دﺉ. مولوي زیاته کړې ده: «د طالبانو له خوا د کابل بیا نیول یو ډیر سخت کار دﺉ.»

طالبانو په افغانستان کې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې واک لاره. د طالبانو رژیم د القاعدې مشر اسامه بن لادن، ته ځای ورکړی وو چې له کبله ئې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ.

مولوي ویلي دي: «۷۰ سلنه طالبان پر القاعدې په قهر دي. زموږ خلک القاعده پر موږ باندې نازله شوې یوه بلا گڼي.»

مولوي زیاته کړې ده چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن، پخپلو پالیسو افغانستان خراب کړ: «که رښتیا ووایم، کله چې مې د اسامه د مړینې خبر واورید، خوشحاله شوم. هغه پخپلو پالیسیو افغانستان ویجاړ کړ. که هغه په رښتیا هم پر جهاد باندې باور لرلای زموږ د هیواد د ویجاړولو پر ځای به سعودي عربستان ته تللی وو او هلته به ئې جهاد کړی وو.»

طالبان اوس په افغانستان کې له مخ په زیاتیدونکو امنیتي ځواکونو سره مخامخ دي. مولوي ویلي دي چې په جگړه کې ښکیل دواړه اړخونه د کامیابي خوبونه ویني، خو د هغه په خبره په افغانستان کې اوس د دولتي ځواکونو د قدرت پله ډیره درنه ده:

«د طالبانو هر هغه قوماندان چې د کابل د نیولو خوبونه ویني، یوه لویه اشتباه کوي. خو د طالبانو مشري په دې خبره پوهیږی چې پر خپل ضعف اعتراف نه شي کولای. له دې سره به د طالبانو مورال ضعیفه شي.»

د مولوي خبرې د هغه څه پر خلاف دي چې طالبان ئې ادعا کوي. په همدې حال کې د طالبانو دې لوړپوړي قوماندان ویلي دي چې تر هغه وخته پورې چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر، ژوندۍ وي طالبان به په دې جگړه کې د هغه تر شا ودریږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم