1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو لوړپوړي قوماندان په کندز کې ووژل شو

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

چارواکو ویلي دي چې په یوه هوایي برید کې د طالبانو هغه قوماندان چې دوه وارې یې د کندز د نیولو عملیات رهبري کړي وو، وژل شوی دی. طالبانو د خپل دغه قوماندان وژنه تایید کړې ده.

https://p.dw.com/p/2YJqq
Karte Afghanistan Provinz Kunduz Englisch

د کندز له پاره د طالبانو په اصطیلاح والي ملا عبدالسلام اخند، د یکشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه غونډه بوخت وو. د کندز ولایت والي اسدالله امرخیل ویلي دي: «هغه په یوه کور کې له پنځو تنو نورو کسانو سره وژل شوی دی.»

طالبانو د خپل دغه قوماندان وژنه تایید کړې ده او ویلي دي یې دي چې هغه د «امریکایي اشغالګرو په یوه بزدلانه برید کې وژل شوی دی».

په افغانستان کې میشت د امریکا متحده ایالاتو په مشري د ناټو ځواکونو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

ملا عبدالسلام اخند، له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر کندز باندې څو وارې بریدونه ترسره کړي وو. طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې د خپل رژیم تر ړنګیدو وروسته، د لومړي ځل له پاره د کندز ښار کنترول په خپل لاس کې ونیو. دغه ډله د تیر کال په اکتوبر میاشت کې یو ځل بیا د کندز ښار ته راورسیده خو بیا ژر د افغان او ناټو ځواکونو له خو پر شا وتنبول شوه.