1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشر مړ دي که ژوندي؟

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

په پاکستان او افغانستان کي امنيتي چارواکي او ديپلوماتان وايي چي هغوي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وژلو خبر تصديق کولاي نه شي. د طالبانو يو وياند هم نړيوالو رسنيو ته دا خبر يواځي « پروپاګند» وګانه.

https://p.dw.com/p/11LZR
ملا محمد عمر
ملا محمد عمرانځور: AP

په پاکستان کي امنيتي چارواکي او ديپلوماتان او دغه راز په افغانستان کي د دی هيواد د حکومت چارواکي او د متحده ايالاتو پوځي چارواکي د هغو رپوټونو په هکله شک څرګند کړ چی ګواکی د طالبانو مشر، ملا محمد عمر « له کوټي څخه د شمالي وزير ستان د سفر په وخت کي وژل شوي دي.» نوموړي پسي له لسو کلونو را په دي خوا نړيواله پلټنه روانه ده.

د طالبانو يو وياند چي نوم يي ذبيح الله مجاهد ښودل شوي له يو نا معلوم ځاي څخه د رويترز خبري آژآنس ته وويل: « هغه په افغانستان کي مصون او ښه دي.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري هم وويل چي د هغه وزارت په دي هکله هيڅ ډول «معلومات» نه لري. بشري د آلمان غږ راډيو ته په يوه تيلفوني تماس کي وويل: « زمونږ له لوري په دي هکله کوم څه نه شته، د کورنيو چارو وزارت او د هغه سرچيني په دي هکله معلومات نه لري او نه هم د ويلو لپاره مونږ څه لرو.»

ملا محمد عمر چي په يوه سترګه ړوند دي ډير لږ په عام محضر کي ښکاره شوي او وروسته له هغي چي د 2001 کال په پاي کي د طالبانو حکومت په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو په مداخلي سره نسکور شو، هغه له خپلو ځينو ملګرو سره، د رپوټونو له مخي، پاکستان ته وتښتيد. ويل شوي دي چي هغه د پاکستان په کوټه کي يوه شورا جوړه کړه چي د « کوټي د شورا» په نامه مشهوره شوي ده.

د پاکستان ديوي رسني د رپوټ له مخي، د نوموړي هيواد د استخباراتي اداري پخواني مشر، حميد ګل «له کوټي څخه شمالي وزيرستان ته ملا عمر ليږداړه او د ليږدولو په وخت کي ګواکي هغه ووژل شو.» خو حميد ګل د رويترز خبري آژانس ته له اسلام آباد څخه د تيلفون له لاري په خبرو کي دغه رپوټ رد کړ. هغه وويل: « زه له خپلي ميرمني سره په مري کي يم. زه په دي مساله کي هيڅ دول لاس نه لرم او نه پوهيږم چي هغه مړ دی يا ژوندي.» ګل زياته کړه. « زما احساس وايي چي هغه ژوند دي.»

په افغانستان کي لوړ پوړو ديپلوماتانو او امريکايي چارواکو هم ونه شو کړاي چي د دغه رپوټ پخلي وکړي. ځينو دغه رپوټ يواځي « حدس او اټکل» وګاڼه.

د افغانستان د ملي امنيت رياست يو چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل: « د ملي امنيت رياست د هغو رپوټونو څخه خبرتيا لري چي ملا عمر د پاکستان د استخباراتي اداري ISI د اجنټانو له خوا هغه وخت ووژل شو د شمالي وزيرستان په لور روان ؤ.»

د رويترز خبري آژانس ته د ملي امنیت د رياست وياند، لطف الله مشعل وويل چي د نوموړي رياست «د استخباراتی معلوماتو د راټولو څانګی» هغه رپوټونه لیدلي دي چي په کي راغلي دي ملا عمر د شمالي وزيرستان په لاره ووژل شو.خو مشعل وويل: دي په رسمي توګه دغه رپوټونه تصديق کولاي نه شي.»

له دي مخکي هم داسي رپوټونه ورکړل شوي چي ګواکي ملاعمر او د کوټي د شورا غړي وژل شوي يا نيول شوي دي. تيره اوني پاکستاني رسنيو رپوټونه ورکړل چي ګواکي د طالبانو مشر نيول شوي دي. خو هيڅ دغه يو دغه رپوټ تر اوسه پوري د خپلواکو سر چينو له تصديق شوي نه دي.

رويترز/ دويچله ويله/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي