1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو يو قوماندان په هلمند کې ونيول شو

۱۳۸۵ دی ۲۷, چهارشنبه

د نړيوال امنيتي ځواک ايساف او افغاني پوځ عسکرو د افغانستان په سهيلي ولايت هلمند کې د طالبانو يو قوماندان نيولی دی. د ناتو تر مشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو وويل چې دغه نفر افغان پوليسو ته وسپارل شو او تحقيقات ځنې کېږي.

https://p.dw.com/p/DKB9
د طالبانو د قوماندان د نيول کېدو تر څنگ په کابل کې يو ځانمرگی بريد هم شنډ شوی دی
د طالبانو د قوماندان د نيول کېدو تر څنگ په کابل کې يو ځانمرگی بريد هم شنډ شوی دیانځور: AP

ده د نيول کېدو پر مهال کوم غبرگون نه دی ښکاره کړی.
دا چې دی څوک دی په دې اړه تر اوسه پورې معلومات نشته. د ايساف وياند د افغانستان په جنوب کې پر توندلارو جنگياليو غږ وکړ چې د افغان حکومت د سولې او پخلاينې له بهير سره دې يو ځای شي، کنه نو د نوموړي قوماندان برخه ليک به شريکوي.

د ايساف ځواک زياته کړه چې يوه افغاني ساتونکي د سه شنبې په ورځ د دوی په اډه باندې يو ځانمرگی بريد په کابل کې شنډ کړی دی. ساتونکی په دې پوه شوی و چې يو موټروان غواړي په اډه باندې يو بم والوځوي. تر نيول کېدو وروسته د ده په موټر کې چاودېدونکي توکي وموندل شول چې بيا وروسته د ايساف د بمونو د کارپوهانو لخوا شنډ کړای شول.