د طالبانو په برید کې د سیمه ییز پولیسو قوماندان ووژل شو
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهاعلان
د طالبانو په برید کې د سیمه ییز پولیسو قوماندان ووژل شو
طالبانو نن په کندز ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژلی دﺉ. له دې قوماندان سره د هغه یو تن ساتونکی او یو تن ملکي وګړی هم وژل شوی دﺉ.
د کندز د دشت ارچې ولسوال شیخ صدرالدین، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان جمعه ګل نومیده چې تیره ورځ په یوه کور کې وژل شوی دﺉ.
د هغه په خبره ګل د یوه سیمه ییز اوسیدونکي په کور کې میلمه او طالبانو په دې کور باندې برید وکړ. په دې پېښه کې ګل، د هغه یو تن ساتونکې او د کور خاوند وژل شوی دﺉ.
جمعه ګل د دشت ارچي په ولسوالۍ کې چې سیمه ییزو پولیسو مشري پر غاړه لرله.