1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په وړاندي د افغان حکومت پر نرم سياست نيوکي

۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د طالب زور پالو په وړاندي د افغان حکومت پر نرم دريځ سخته نيوکه کړي.

https://p.dw.com/p/RIsV
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند نادر نادري
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند نادر نادريانځور: DW

د تيرو څو مياشتو راهيسي حکومت هڅه کوي چي وسله وال طالبان د سولي له بهير سره يو ځاي کړي نو له همدي امله يې د هغوئ يو شمير جګړيز قوماندان هم د زندانونو آزاد کړي دي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون وياند نادر نادري وايي، د ولسي خلکو په وړاندي د طالبانو په بريدونو کي د نرمښت نښي نښانې نه تر سترګو کيږي.

د دغه کمېسيون شميرې ښيي چي په تيرو دريو مياشتو کي څه باندي ۳۵۰ تنه ولسي افغانان دچاودنو، جګړو او ځانمرګو بريدونو پر مهال وژل سوي چي د ډيرو د مړيني عاملين طالبان دي.

نادري وايي دغه جګړه مار د ډيورنډ دکرښي هغي غاړي ته پټ ځايونه لري.

په داسي حال کي چي څو ورځي د مخه د پاکستان صدراعظم په کابل کي په خپله خاوره کي د دغه راز هډو شتون رد کړی. خو نادر نادري وايي:

« نن ډيره واضح او روښانه ده چي دا ډلي چيري ځالي لري، چيري تداوي کيږي، څنګه تمويل او روزنه تر لا سه کوي او ا فغانستان ته را استول کيږي، دا روښانه خبره ده، د پاکستاني چارواکو څرګندوني چي په دي اړه څه وايي هغه د منلو وړ نه دي».

هغه ځانمرګي بريد کونکي چي خپلو موخو ته له رسيدو دمخه نيول سوي په وار وار يي همدا خبره کړې چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي يې روزنه ترلاسه کړې.

دغه سيمي د ترهګرو د خوندي ميشت ځايونو په توګه پيژندل کيږي. د افغانستان د پټ څاري ادارې وياند لطف الله مشعل تيره اونۍ په کابل کي په ډانګ پيلې د پاکستان قبايلي سيمي د ترهګرو ډلو د خوندي ځايونو په توګه يادي کړې.

که له يوه لوري پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کي د ترهګرو د هډو شتون نه مني له بل لوري د پاکستان په دننه کي په شکمنو اهدافو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري.

په دغو بريدونو کي چي د ترهګرو ځالي په نښه کيږي وخت ناوخت د پاکستاني اورپکو په ګډون يو شمير بهرني جنګيالي هم له مينځه ځي.

دا هغه خبره ده چي د پاکستان رسنۍ يي له خپلو حکومتي چارواکو په حواله کوي، خو دا چي پاکستان د دغو ترهګرو په ځالو اعتراف نه کوي ښايي په دي سره د نړيوالو له نيوکو ځان خلاصوي.

ځکه په تيرو څو کلونو کي د هغو ملکونو چارواکو چي په افغانستان کي سرتيري لري په وار وار پاکستان چارواکي تر فشار لاندي نيولي چي له خاوري يي د افغانستان په حريم کي د دوئ په سرتيرو مرګوني ګزارونه پلانيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل