1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو یو تش په نامه والي وژل شوی دی

آژانسونه۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د افغان امنیتي چارواکو د وینا له مخې د بدخشان له پاره د طالبانو یو تش په نامه والي له خپلو ۱۳ جنگیالیو سره چې په هغو کې بهرنیان هم شامل دي، په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1FhpG
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

د ولایتي پولیسو یو ویاند د سه شنبه په ورځ وویل چې د افغانستان د شمالي ولایت بدخشان له پاره د طالبانو یو گومارل شوی والي له خپلو ۱۳ ملگرو سره ووژل شو.

د بدخشان د امنیې قوماندانې ویاند، لعل محمد احمدزي وویل: «د بدخشان ولایت له پاره د طالبانو تش په نامه والي مولوي امان الدین، په جرم ولسوالۍ کې د دوشنبه په ماخستن ووژل شوو.»


احمدزي وویل چې په وژل شوو کسانو کې «اته تنه بهرنیان» هم شامل دي. هغه زیاته کړه: «کله چې یاغیان په یوه کور کې سره را ټول شول پرهغوی باندي د څرخي الوتکې په واسطه بمباري وشوې.» هغه یادونه وکړه چې په برید کې ملکي وگړو ته کوم تاوان نه دی رسیدلی.

د دغې پیښې په هکله تر اوسه پوري د طالبانو له خوا کوم غبرگون نه دی ښودل شوی.

د بدخشان له پاره د طالبانو د تشه په نامه والي د وژل کیدو خبر په داسی وخت کې ورکول کیږي چې څه د پاسه یوه اونۍ دمخه طالبانو د دغه ولایت یمگان ولسوالي ونیوله. د افغانستان امنیتي ځواکونو د وروستیو هڅو سره سره، تر اوسه پوري هغوی توانیدلي نه دي چې له دغي ولسوالۍ څخه طالبان وباسي.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې چې د کندز له ولایت څخه یی ورکړی، د نوموړي ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې هم د طالبانو او امینتیي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي. د پولیسو یوه محلي چارواکي وویل چې یاغیانو پر یوې اطرافي پوستې باندي برید وکړ او نزدې شپږ پولیس ېې ووژل.

په کندز کې ضابط نورالله وویل چې دغه پیښه په چهار درې ولسوالۍ کې د دوشنبه په ماخستن رامنځ ته شوه. هغه وویل چې په دغو نښتو کې اووه یاغیان هم وژل شوي دي. هغه زياته کړه: «دغه اطرافي پوسته اوس د یاغیانو په لاس کې ده.» د دغې حملې مسئولیت طالبانو پر غاړه واخیست.