1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د برید په تړاو کسان نيول شوي

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

افغان حکومت د یوه خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو باندي د برید په تړاو د حقاني شبکې اته تنه غړي نیولي دي. د چهارشنبې ورځې په برید کې د موبي ګروپ اووه تنه کارکوونکي ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1HiYH
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي دي چې نیول شوي کسان په هغه برید کې لاس لري چې د چهارشنبې په ورځ یې د طلوع تلویزیون اووه تنه کارکوونکي ووژل.

دغه کسان د خپل دفتر په موټر کې د کار تر ختمیدو وروسته د کور په لور روان وو، چې یوه ځانمرګي برید کوونکي یې له موټر سره، له چاودیدونکي موادو ډک موتر وجنګاوه.

ملي امنیت ادارې ویلي دي چې دغه کسان د کابل په سویل ختیځ کې په یوه ولسوالي نيول شوي دي. د نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

طالبانو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو باندي د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دغي ډلې ویلي دي چې نوموړی تلویزیون د امریکا پوځ او د هغه د متحدینو له پاره تبلیغات کوي.

طالبانو تر دې مخکې هم طلوع او «یک» تلویزیونونو ته ګواښ کړی وو او ویلي ول چې د دې رسنیو پر کارکوونکو باندي به بریدونه وکړي.

حقاني شبکې تر اوسه پورې پر افغان او امریکایي ځواکونو باندي د ډیرو خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. ویل کیږي چې دغه ډله ډیر وخت خپل عملیات د افغانستان او پاکستان تر منځ له پرتو سرحدي سیمو څخه پلانوي.