1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عاج ساحل د پخواني ولسمشر محاکمه پیلیږي

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/16cFw

په دېنهاگ کې نړیوالې محکمې د عاج د ساحل د پخواني ولسمشر لوران باگبو، د محاکمې له پاره لاره هواره کړې ده. په دېنهاگ کې د جزا د نړیوالې محکمې قاضیانو پریکړه کړې ده چې دغه ۶۷ کلن کس پوره تندرست دی او کولای شي چې د محاکمې جریان تعقیب کړي.

د عاج ساحل پر دغه پخواني ولسمشر باندې د بشري جنایتونو تورونه لگیدلي دي. هغه د خپلې واکمنې په وخت کې په ۲۰۱۰م کال د انتخاباتو وروسته د یو شمیر وژنو له پاره گرم گڼل کیږي. خو لا تر اوسه د هغې د محاکمې دقیق وخت نه دی ټاکل شوی. تر دې د مخه د هغه محاکمه هغه وخت ودرول شوه کله چې دغه تورن کس له خپل خراب روغتیایي وضعیت څخه شکایت وکړ.