1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شري پر ضد کمپاین

حسین سیرت/ بریښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۳, شنبه

د عامې روغتیا وزارت د یونیسف په مالي مرسته د شري د واکسین کمپاین پيل کړی. په پام کې ده چې د دې کمپاین په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ پيل شو او یوه اوونۍ به دوام وکړي، پنځ نیم ملیون ماشومان واکسین شي.

https://p.dw.com/p/1G4Zo
Afghanistan Masernimpfung
انځور: DW/H. Sirat

د عامې روغتیا وزارت د ډاکترانو له خوا ویل شوي چې په روان کال کې د شري ۱۲ پیښې ثبت شوي او په لومړي سر کې له دې امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د عامې روغتیا وزارت اندیښنه څرگنده کړې چې که چیرې د شري پر ضد واکسین په بشپړه او سراسري توگه تطبیق نه شي نو دا مرض به د نورو ماشومانو ژوند هم واخلي.

یونیسف د دې کمپاین لپاره ۴.۵ ملیون دالر مرسته کړې او په پام کې ده چې دا کمپاینران ټولو کلیو او بانډو ته ولاړ شي او کوچنیان واکسین کړي. په دې کمپاین کې د ۲۷ زره څخه زیات کارکوونکي او رضاکار برخه اخلي. د شري د واکسین د دې کمپاین په ترڅ کې به هغه ټول ماشومان چې عمرونه یې د ۹ میاشتو او ۵ کالو ترمنځ دي، واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم د شنبې په ورځ ( د ۲۰۱۵م کال د جولايي ۲۵) د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې د افغانستان د ټولو وگړو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړي. ده وویل: « زه د ټولو خلکو، والیانو، ولسوالانو، ښوونکو، ملا امامانو او میندو پلرونو څخه هیله کوم چې په دې کمپاین کې زمونږ سره همکاري وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی په شري د اختو کسانو په اړه بشپړ ارقام په لاس کې نه لري او له همدې امله د دې کمپاین له پيلولو له لارې هڅه کیږي په دې مرض د ماشومانو د اخته کیدو مخه ونیوله شي: «مونږ غواړو د پوښښ ساحه زیاته کړو څو د دې مرض د خپریدو او رامنځته کیدو مخه ونیوله شي. مونږ په پام کې لرو چې ۹۵ سلنه هغه ماشومان چې شرایط پوره کوي، واکسین کړو.»

Polio-Schutzimpfung in Afghanistan
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

وژونکی خو د درملنې وړ مرض

ډاکتران وایي شری یو داسې مرض دی چې وقایه کیدلای شي او درملنه یې هم ممکنه ده خو هغه ماشومان چې په لیرې پرتو کلیو کې ژوند کوي او روغتیايي مرکزونه ته لاس رسۍ نه لري، په دې مرض د اخته کیدو او له دې امله د ځان د ورکولو د خطر سره مخ دي.

د اندریا گاندهي د ماشومانو د روغتون د کوچنیانو د داخله ناروغیو معالج ډاکتر نور الحق یوسفزی وايي: «دا مرض ډیر وژونکی دی په ځانگړي توگه هغه وخت کله چې دا د نورو مرضونو سره گډ شي. په داسې حالت کې دا مرض سخت وژونکی ثابتیږي. خو د واکسین او درملنۍ له لارې د دې په نتیجه کې د رامنځته کیدونکو مرگونو مخه نیول کیدلای شي.»

یوسفزی وايي د شري له امله د رامنځ ته کیدونکو مرگونو لامل روغتیایي مرکزونونو ته نه لاس رسۍ دی: «کله چې په دې مرض اخته ماشومان روغتون ته ورسیږي نو تداوي کیدلای شي خو په هغه پیښو کې چې په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې رامنځ ته کیږي، د روغتونونو د نه شتون له امله یې د مرگ شمیر ډیر زیات دی.»

د ناامنۍ ستونزه

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د څرگندونو په حواله دا وزارت د امنیتي گواښونو پر اساس نه شي کولای په دوه ولایتونو، نورستان او بادغیس کې د شري ضد کمپاین عملي کړي.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم وايي د دې کمپاین د عملي کولو په لار کې تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده. ده زیاته کړه چې د حکومت د مخالفو ډلو ماشومان هم روغتیا ته اړتیا لري او دغه ډلې باید د روغتیا د برخې کارکوونکي په نخښنه نه کړي. نوموړي زیاته کړه: «په دې برخه کې مو اندیښنه زیاته ده. د روغتیا د برخې کارکوونکي هیڅ کومې ډلې او اړخ سره تړاو نه لري. دوی یوازې د خلکو خدمت کوي. زما د حکومت د پلویانو او مخالفانو ټولو څخه دا غوښتنه ده چې د روغتیايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت له خوا ویل شوي چې هغه ټول کوچنیان چې د دې له مخه ورته د شري واکسین شوي، کولای شي په دې کمپاین کې په دوهم ځل هم واکسین شي. زیاته شوې چې د شري د واکسین تازه کیدل هیڅ ضرر نه لري.