1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عام وژني د يو کمپ پخوانی محافظ مجرم وګنل سو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د آلمان د مونشن د ښار يوي محکمي John Demjanjuk په دوهمه نړيواله جګړه کي د 27900 يهوديانو په وژلو کي د مرستي په تور مجرم وګاڼه او په پنځو کلونو قيد يي محکوم کړ. خو دا چه هغه 91 کاله عمري زندان ته وا نه استول شو

https://p.dw.com/p/11FCg
جان دیمیانوک د نازیانو یو پخوانی محافظ
جان دیمیانوک د نازیانو یو پخوانی محافظانځور: AP

د جان ديميانيوک مدافع وکيل د آلمان د مونشن په محکمه کي د دغه اوکراييني الاصله تورن شخص د براءت غوښتنه کړي. 91 کلن د يميانيوک په دي تورن دي چي په 1942 کال کي د سوبي بورد په کمپ کي چي د پولنډ په ختيځ کي په اشغال شوو کلو کي شاوخوا 27900 انسانان وژل شوي وو د نازيانو سره په دغه وخت کي ده همکاري کړي وه.

د دغه پخوانې اوکراييني سرتيري چي په لومړي سر کي په 1942 کال کي د نازيانو له خوا نيول شوي وو او بيا وروسته يي د هغوي سره په همکاري شروع کړي وه،د مونشن په ښار کي د 5 کالو په بند محکوم شو

د ايوان نيکولاييويچ ديميانيوک مدافع وکيل د المان د مونشن ايالت په محکمه کي د هغه د برائت د حکم په اړه ويلي وو چي د هغه په آند يوه لاره پاتي وه. د ديميانيوک مدافع وکيل اولريش بوش په خپلو دفاعي خبرو کي وويلي وو چي د «سوبي بور د يهودانو د وژني کمپ » د پيښي ټول عاملين د الماني محکمو لخوا پخوا خوشي شوي دي:

« اوس چي ګواکي داسي ويل کيږي چي د نازيانو د کمپ وروستي مسؤل المان ته راوړل شوي، يو ځل بيا داسي ويل کيږي چي داسي حکم نه شي صادريدلي، دا يوه حقوقي افتضاح ده.»

91 کلن ديميانيوک په دي تورن دي چي په داو طلبانه توګه يي د ختيځي اروپا د نازيانو يوي ډلي ته مرستي رسولي. د څارنوالي په وينا په 1943 م کال کي د دويمي نړيوالي جګړي په دوران کي د 3 مياشتو په موده کي چي دسوبي بور په کمپ کي چي کوم 28 زره يهودان وژل شوي وو ده په کي همکاري درلوده. د يو سند پر اساس ديميانيوک په هغه وخت کي د سوبي بور کمپ ته د مامؤريت لپاره استول شوي وو.

د چهار شنبي په ورځ د ديميانيوک د محاکمي په 92 يمه ورځ د هغه مدافع وکيل د دغه سند اصل والي څو واري رد کړاو يادونه يي وکړه چي ګواکي د هغه مؤکل د نورو په هدايت کار کړي دي.

کورنيليوس نستلر څوک چي د المان د کولن په ښار کي د جزا د حقوقو پروفيسر دي وايي: « زما په ګمان دا د المان د حقوقو په تاريخ کي يوه غير معمولي پيښه ده، چي يو مدافع وکيل دي 12 ساعته يواځي دفاعي خبري کړي اوسي او په يو بل پسي ټولي خبري يي تکراري وي چه دغه خبري يي په تيرو محکمو کي هم کړي وي.»

د ديميانيوک پر ضد دعوا کي د هغو هالنډي يهودانو پاتي اولاده ده چي د سوبي بور په کمپ کي يي ژوند د لاسه ورکړي او يا خپله په دغه پيښه کي ژوندي پاتي شوي کسانو برخه درلوده.

91 کلن جولز شلويس د دغه کمپ څخه په پاتي ژونديو کسانو کي يو دي، د چهارشنبي په ورځ د ديميانيک د محاکمي غوښتونکو شو، خو هغه ته د سزا د ورکولو طرفدار نه وو. هغه وايي: « زما د پاره دا کافي ده چي هغه محاکمه شي، پرته له دي چي هغه ته سزا ورکړل شي. يعني ماته دا بي تفاوته ده چي پس له محکوميدو وروسته هغه د المان د زړو خلکو د اوسيدني په کوم ځاي کي خپل پاتي ژوند تير کړي.»

څارنوالي د ديميانيک لپاره د 6 کلونو په محبس کي د تيرولو تقاضا کړي. د هغه وخت څخه چي دغه تورن کس په 2009 م کال کي د امريکا د متحده ايالاتو څخه المان ته راستون کړاي شوي، تر اوسه په قيد کي ژوند تيروي، چي احتمالا دغه وخت به يي هم د قيد تيرولو په وخت کي حسابيږي. د بل پلوه د هولوکاست يا د يهودانو د ډليزي وژني د پيښي څخه تقريبا 70 کاله تير شوي چي شايد دا هم د هغه په سزا کي د کموالي سبب شي.

د ايوان نيکولاييويچ ديميانيوک، يا جان ديميانيوک چي هغه وخت د نازيانو د وژلو په کمپونو کي «ويرونکي ايوان» په نامه مشهوره وو محکمه نن د مونشن په ښار کي سرته ورسيده او د ۵ کلونو په سزا محکوم شو.

ژباړه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم