1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عباس او اولمرت کتنه بې نتيجې ښکاري

۱۳۸۷ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په نږدې ختيځ کي بيا ناهيلي مخ پر ډيريدو دي. د رواني اونۍ انځورونو هر څه پر بل مخ واړول

https://p.dw.com/p/ErRq
د اسراييلو لومړی وزير اوهود اولمرت او د فلسطين مشر محمود عباس
د اسراييلو لومړی وزير اوهود اولمرت او د فلسطين مشر محمود عباسانځور: AP

دغه اونۍ اسراييلي سرتيرو فلسطيني مهاجر د غزې د تراډي څخه و لوېديځ اردن ته د سرويسونو په مرسته يووړل. دغه د نژدې ختيځ د څلورګونو او امريکا هغي غوښتني ته جواب نه و چي غواړي د فلسطين د ليري پرتو سيمو تر منځ دي دوامداره لاري جوړي کړل سي. دغه فلسطينيان د فتح ګوند غړي وه چي د حماس د بيري اسراييل ته اوښتي وه. په اسراييل کي د فتح ګوند د دغو غړو د سرترپايه تلاښۍ وروسته دوی بيرته د اسرايلو د خاوري څخه وايستل سول.

دفتح ګوند يوه غړي و اسراييلي راډيو ته وويل:«ددغي موضوع په تړاو موږ د اسراييلي اړخ سره ګډ کار کوو. زه غواړم چي د اسراييل څخه مننه وکړم ولي چي دوی نه يوازي د خلګو په لېږلو کي راسره مرسته وکړه، بلکي دوی ټپي سوي کسان هم په خپلو روغتونونو کي تداوي کړل. زه د اسرايل څخه ډېر منندوی يم چي دوی د فلسطيني چارواکو سره هراړخيزه ګډ کار کوي.»

په لوديځ اردون کي د غزې د تراډي مهاجرين د اسرايلي عسکرو سره
په لوديځ اردون کي د غزې د تراډي مهاجرين د اسرايلي عسکرو سرهانځور: AP

دفلسطين د اولسمشرعباس، او د اسراييلو د لومړي وزير اولمرت ترمنځ د راتلونکي ملاقات په اړه داسي نظر يات موجود دي چي دواړه سياستوال نور واک نه لري چي بنسټيزه خبري اتري تر سره کړي، پرېکړي وکړي او يا هم کومه معاهده لاس ليک کړي.

اولسمشر عباس د دو خوا تر فشار لاندي دی. دښاغلي عباس سيال حماس بيا د ته وښوول چي دی څومره ناتوانه دی. حماس د خپلو مخاليفينو نيول او د هغوی څخه پوښتني ګروېږني کول هغه وخت پيل کړل کله چي دوې اونۍ د مخه د نوموړي سخت دريزي ډلي پر پنځو جنګياليو باندي بمي بريد ترسره سو. حماس په همدې ترڅ کي د غزې په تراډه کي د فتح ګوند د نژدې ملګرې ډلې هيليس پر قرارګاه بريد وکړۍ.چي وروسته د فتح غړي لويديځ اردن ته وتښتېدل. خو هلته هم د اولسمشر عباس واک محدوده دی، ولي چي اسرايل په نوموړې سيمه کي د کوڅو د بندولو، د تلاښۍ د نوو لړيو او د اسرايلي ناقيلينو لپاره د آبادوني په ترڅ کي برلاسه دی.

اولس مشر عباس ګواښ کړی دی چي که اسرايل خپلو وروستيو پوځي عملياتو ته د پای ټکی کښې نږدي، نو نوموړی به د سيمي څخه خپل سرتيري وباسي. د اسرايلو د دفاع وزير باراک،ددې وجي د فلسطينيان پر ضد د خپل دريځ پر سر ټينګار کوي. نوموړی وايي:«زه يو ځل بيا وايم، چي که په روان ميلادي کال 2008 کي هم د اسرايل او فلسطين تر منځ کوم تړون لاسليک نه سو، نو دهغه وجه به دا نه وي، چي ګواکي اسراييل په دې اړه لېوالتيا نه لري، بلکي ددې پړه به پر فلسطينيانو وي، څوک چي د پرېکړو کولو وړتيا نه لري.»

اولمرت او عباس د ناهيلو خبرو پر مهال
اولمرت او عباس د ناهيلو خبرو پر مهالانځور: dpa - Bildfunk

خو هغه حقايق چي اسراييل منځ ته راوړي دي هغه دا ښيي چي که خبري اتري ناکامه کيږي، نو اسرايلي حکومت به يې هم مسول وي. د بېلګې په توګه په روان کال کي پر فلسطينۍ مځکه د یهوديانو د آبادۍ په کار کي يو ځل بيازياتوالی راغلی دی. او بل داچي د اردن سيند د درې په ماسکيوټ، سيمه کي به نوي اسرايلي کلي آباديږي، چيري چي پخوا يوه پوځي اډه وه. پداسي حالاتو کي حتی امريکا لا هم د اسرايلي سياست ملاتړ نه سي کولای، څو ک چي د اسراييل مهم ملګری هيواد دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د نوي آبادکارۍ په هلکه په ديپلوماتيکه لهجه ويلي وه چي دغه کار د نړيوال تړون څخه سرغړاوی دی او داچي دغه کار به د خبراترو په پرمختګ کي کومک ونه کړي.خو دغه څرګندوني به هم څه بدلون منځ ته رانه ولي.

د اسراييلو لومړی وزير اولمرت په پام کي لري چي د خپلي دندي څخه استعفا وکړي ولي چي پر نوموړي باندي د رشوت اخيستني تورونه لګول سوي دي. هغه څوک چي د اولمرت وروسته غواړي واک ته ځان ورسوي، ښايي ونه غواړي چي پر فلسطيني مځکه د يهوديانو د بيا آبادکارۍ پر موضوع سخت دريځ خپل کړي، ولي چي دغه کار ښايي په ټاکنو کي ددوی رايي کمي کړي. وړاندويني هم له دې وجي ډيري منفي دي. خو اولس مشر عباس او اولمر ت به په خپل ملاقات کي کوښښ وکړي چي داسي تاثر منځ ته رانسي چي ګواکي ناهيلي منځ ته راغلي.