1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عراقي ايزيديانو د نسل وژني هڅي»

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

د عراق په شمال کې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د ایزدي لږکیو پر کلیو باندي يرغلونه کړي دي او هغه یې تر خپلې ولکې لاندي راوستي دي. ملگري ملتونه اوس په دغه ځای کې د احتمالي نسل وژني څخه خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1DZoE
انځور: picture-alliance/abaca/Depo Photos

ملگرو ملتونو د افراطي ډلي اسلامي دولت پر جنگیالیو په عراق کې د ایزدي لږکیو پرضد د «نسل وژني» تور لگولی دی. د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو د څانگې مسئول دیپلومات ایوان سیمونوویچ، د عراق له شمال څخه تر راستنیدو وروسته په نیویارک کې ویلي دي چې داسې شواهد شته چې د اسلامي دولت ډلي د ایزدیانو د له منځه وړلو هڅه کړې ده.

زیاته شوې ده چې هغه سیمې چې د نوموړي افراطي ډلې په ولکه کې دي ایزدیان یې یا په زور اسلام ته اړولي دي او یا یې وژلي دي.

د نوموړي دیپلومات په وینا د اسلامي دولت افراطي ډلې دغه کړني جنگي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو ته ورته دي.

نوموړي ديپلومات د ایربیل، بغداد او دهونک په ښارونو کې له حکومتي استازو او بې ځایه شوو کسانو سره ملاقاتونه کړي دي، چې په دغه ډله کې ۳۰ تنه ایزدیان هم شامل ول.

پر نورو سربیره دغو کسانو اسلام ته له اوښتو څخه تر ډډي کولو وروسته په یوه ښوونځي کې د ایزدیانو د ډله ییزي وژني په اړه رپوټ ورکړی دی. د «اسلامي دولت» ډلي جنگیالیو له ډاره په تیرو اونیو کې په لسونو زره کسان د عراق شمال ته تښتیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ورکو شویو په سلونو ښځو او ماشومانو برخلیک لا هم هیڅ روښانه نه دی.

د افراطيانو له خوا د له منځه وړلو کمپاین

اسلامي دولت تندلاره ډله پر ایزدیانو د شېطان پرستۍ گومان کوي. دوی ایزدیان د بت پرستانو په توگه انگیري چې د هغوی له نظره باید له منځه یوړل شي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د نوموړو لږکیو په زرونو پلویان په مرميو ويشتل شوي او وژل سوي، یا ژوندي ښخ شوي او یا هم د غلامانو په توگه پلورل شوي او د ایزدیانو عبادت ځایونه ویجاړ کړل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د روان میلادي کال په اگست میاشت کې په عراق کې د اسلامي دولت، د مورچلو د بمبار امر ورکړ، څو د یوې راتلونکي احتمالي نسل وژني مخه ونیوله شي. له دې اوونۍ راهیسي یووار بیا په زرونو ایزدیان له مصیبت سره مخامخ دي، ځکه چې د اسلامي دولت ډلي د عراق په شمال کې د سنجار غره ته څېرمه د پرمختگ په حال کې ده. ایزیدي لږکیو یووار بیا له امریکا متحدو ایالاتو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

په اوسني وخت کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ یو پوځي ائتلاف په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت، تندلاري ډلي مورچلونه تر خپلي بریدونو لاندي نیولي دي.