1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عراق انبار ولايت په بشپړه توګه له داعش څخه آزاد کړل سو»

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

د عراق ترهګرۍ ضد قواوي وايي چي د انبار ولايت پر مرکز رمادي يې د عراق د بيرغ په رپولو سره، دغه ولايت له داعش څخه آزاد کړی.

https://p.dw.com/p/1HUUy
انځور: picture alliance/ Anadolu Agency

د عراق په انبار ولايت کي د څو ورځو راهيسي سختي نښتي رواني وې. د عراق د ترهګرۍ ضد قواوو وياند د دوشنبې په ورځ (د دسامبر ۱۲مه نېټه) اعلان وکړ چي په ياد ولايت کي يې د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګرې ډلې په وړاندي بريا تر لاسه کړې ده.

د عراق د ګډو قواؤ وياند بريد جنرال یحي رسول د عراق پر دولتي تلويزيون له داعش څخه د رمادي د آزادولو اعلان کړی دی. نوموړي ويلي چي د مرکزي ښار رمادي پر مرکزي حکومتي ودانۍ د عراق بيرغ درول سوی او د داعش جنګياليو ته ماته ورکول سوې ده.

بريد جنرال يحی رسول ويلي: «هو، د رمادي ښار آزاد کړل سوی دی. د عراق ترهګرۍ ضد قواوو په انبار ولايت کي پر مرکزي حکومتي ودانۍ د عراق بيرغ درولی دی.» دغه وياند زیاته کړې ده چي په دې توګه سره د عراق انبار ولايت په بشپړه توګه له داعش څخه آزاد کړل سوی دی.

پر رمادي د څو ورځو راهيسي سخته جګړه روانه وه. د عراق حکومتي ځواکونو ويلي ول چي و مرکزي ښار رمادي ته د ورتلو په لاره کي د داعش جنګياليو ماينونه ايښي او د ودانيو په بامونو يې نښان ويشتونکي ځای پر ځای کړي دي. د عراق حکومتي قواوو ويلي ول چي د داعش جنګيالي د هغوی په وړاندي د ځانمرګو او موټريزو بريدونو څخه کار اخلي او له همدې کبله و رمادي ته ورننوتل د ځنډ سره مخامخ دي.

د عراق حکومت وايي چي د داعش څخه د موصول نيول يې د لومړيتوبونو څخه دی. دغه ښار د داعش د مرکزي ښار په توګه پېژندل کيږي.

د عراق په رمادي کې د داعش د ماتې ادعا وشوه