1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق د جګړې څخه پنځه کاله تېريږي

۱۳۸۷ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

د اپريل د مياشتي په 9 نېټه، د عراق د جګړې پنځمه کاليزه پوره کيږي. خو داچي د امريکا دمتحده ايالتنو ديرغلګر ځواک تصور دعراق د جګړې څخه څه و، او په واقعي توګه په دغه تيرو پنځو کلونو کي په عراق کي څه تيرسوي

https://p.dw.com/p/DeNF
امريکايي عسکر په عراق کي د جګړې پر مهال
امريکايي عسکر په عراق کي د جګړې پر مهالانځور: AP

د اپريل د مياشتي په 9 نېټه، د عراق د جګړې پنځمه کاليزه پوره کيږي. خو داچي د امريکا دمتحده ايالتنو ديرغلګر ځواک تصور دعراق د جګړې څخه څه و، او په واقعي توګه په دغه تيرو پنځو کلونو کي په عراق کي څه تيرسوي، او نن ورځ څه خبره ده، په دې اړه د دويچه ويلي خبريال کلاوس دامن يوه لنډه څېړنه کړې.

د 2003 ميلادي کال د اپريل د مياشتي په 9 نېټه، په داسي حال کي چي دتلويزيون کامرې چليږي، يوشمېرعراقيان د امريکايانو سره په ګډه د صدام حسين يوه مجسمه راغورځوي. درې اونۍ د عراق دجګړې دپيل څخه تېرسوي وې چي امريکايي وسله وال ځواکونه د بغداد دښار ترمرکزه پوري رسیدلي و. او دصدام حسين واک نور په بغداد کي نه چلېدی.

د 2003کال د اپر د مياشتي پر 9نېټه په بغداد کي د صدام حسن مجسمه را و غورځول سوه
د 2003کال د اپر د مياشتي پر 9نېټه په بغداد کي د صدام حسن مجسمه را و غورځول سوهانځور: AP

عربي ګاونډي هيوادونه له دې څخه يو څه اريان وه، چي څنګه دومره ژر امريکايانو وسوای کړای چي د صدام واکداري په عراق کي پای ته ورسوي. امريکايان ډيرخوشاله ښکارېدل که څه هم د امريکا دمتحده ايالتونو د ولسمشر مرستيال ډيک چيني ددې ګواښ کاوه چي امريکايي عسکردي پام وکړي او د احتمالي ناڅاپي خطرونو سره وشميري.

او بيا په همدې وخت کي ديک چيني خپل تصور په دې هکله بيانوي، چي د صدام حسين څخه وروسته به په عراق کي څه پيښيږي.

دی وايي چي، امريکا عسکر به تر هغه وخته پوري په عراق کي پاته سي، تر څو ارومرو ورته اړه وي.

موږغواړو چي ډير ژر په عراق کي يو داسي حکومت جوړسي چي توانمند، ډيموکرات او د قاطع اکثريت په رايو سره ټاکل سوی حکومت و

د امريکې د اولسمشر مرستيال ديک چيني
د امريکې د اولسمشر مرستيال ديک چينيانځور: AP

.

خو نن ورځ چي ددغه خبرو او ژمنو څخه پنځه کاله تېرشوي دي، صدام نيول سوی او پانسۍ سوی هم دی، خو په عراق کي بدمرغي، زورزياتی او بې ثباتي دوام لري. امريکايي او له دوی سره نور اتلافي وسله وال ځواکونه په دغه هيواد کي شته دي چي ټول شمېريې 300000 ته رسيږي. په دغه ډله کي 250000 يي امريکايي عسکردي. دعراق په جګړو کي تراوسه يوازي لږ ترلږ 4300 امريکايي عسکرو ژول شوي دي. دملکي وګړو تلفات دلسهاو زرو په شاوخواکي اټکل کيږي. او داچي بوش دعراقيانو سره ددې ژمنه کړې وه چي په دغه هيواد کي به نو وهل او زورول نه وي د ابوغورايب بنديخانه او په دغه بنديخانه کي دعراقي بنديانو سر د امريکايانو چال چلند پخپله ددې حقيقت ښکارندوی دي چي بوش او امريکايان څه وايي او څه کوي.