د عراق د غونډې په ترڅ کې د امريکې او سوريې تر منځ خبرې وشوې
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۴, جمعهاعلان
رايس تر خبرو وروسته وويل چې ټينگار يې دا و چې سوريا دې عراق ته د بهرنيو جنگياليو د ننوتو مخ ونيسي. ښاغلي المعلم له خپلې امريکايي سيالې سره خبرې «آزادې او رغونکې» وبللې. د عراق د کنفرانس موضوع په تېره بيا د بيا رغاونې او د امنيت د وضعې د ښه کېدو په اړه وه. بسپنه ورکونکو هېوادونو دې ته ليوالتيا وښوده چې د عراق له 30 مليونو ډالرو پورونو څخه به تېر شي.