1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق د پارلماني ټاکنو پايلی اعلان شوی

۱۳۸۹ فروردین ۷, شنبه

وروسته له کابو دري اونيو څخه د عراق د پارلماني ټاکنو کميسيون اعلان وکړ چي د اياد علوي تر مشري لاندي د حکومت مخالف ايتلاف دغه ټاکني ګټلي دي. د اوسني حکومت مشر، نوري المالکي دغه پايلي نه مني.

https://p.dw.com/p/Mfeu
د «العراقيه» د ايتلاف مشر اياد علوي او د عراق د «قانون د حاکميت» تر نامه لاندي د اتحاد مشر نوري المالکي چي تر اوسه پوري د حکومت مشر هم دی
د «العراقيه» د ايتلاف مشر اياد علوي او د عراق د «قانون د حاکميت» تر نامه لاندي د اتحاد مشر نوري المالکي چي تر اوسه پوري د حکومت مشر هم دیانځور: AP/dpa/Fotomontage:DW

وروسته له کابو دري اونيو څخه د عراق د پارلماني ټاکنو کميسيون اعلان وکړ چي د اياد علوي تر مشري لاندي د حکومت مخالف ايتلاف دغه ټاکني ګټلي دي. د اوسني حکومت مشر، نوري المالکي دغه پايلي نه مني. هغه د پايلو په وړاندي د غبرګون په توګه وويل: «مونږ به د پايلو پر ضد اعتراض وکړو او د محکمي فيصلي ته به انتظار وباسو. دا د يو ديموکراتيک بنسټ يواځنی لاره ده، د محکمي له فيصلي سره سم به عمل کيږي او د هغي له مخي به په سمه او شفاف توګه د ټاکنو بريالي اړخ ته به قدرت سپارل کيږي.»

د « قانون د حاکميت» تر نامه لاندي د المالکي د څو ګوندونو اتحاد د عراق په راتلونکي پارلمان کي د۸۹ څوکيو له ګټلو سره په دوهمه درجه کي راځي. تر ټولو زياتي څوکي د هغه سيال، اياد علوي چي د العراقيه تر نامه لاندي د يو سيکيولار ايتلاف مشر دی، راخپلي کړي دي د هغه د پارلمانی څوکيو شمير تر 91 پوری رسيږي. د عراق د 325 استازي لرونکي پارلمان دريم غښتلي ايتلاف د شيعيانو مليت پال اتحاد دی چي 70 څوکي ګټلي دي.

د ټاکنو د پايلو له اعلان سره سم بايد د راتلونکي ايتلافي حکومت په جوړيدو باندي خبري اتري پيل شي، خو څرنګه چي ليدل کيږي په دي لاره کي ډير زيات خنډونه پراته دي او يوه ښه اوږده موده وخت ونيسي چي د عراق راتلوکي ايتلافي حکومت جوړ شي. د څارونکو په نظر د راتلونکي حکومت د مشر په ټاکلو کي لکه پنځه کاله مخکي کردان لاس برتوب لري. پًه عين وخت کي د حکومت جوړوني په لوبه کي د يوي شعيه ډلي مشر، مقتدا الصدر هم ستر نقش لري. د هغه پارلماني کانديدانو هم په دي ټاکنو کي د پام وړ رايي لاس ته راوړي دي.

مخکي له دي چي د ټاکنو د کميسيون کارکونکي د پارلماني ټاکنود پايلو جزييات اعلان کړي، دغه هيواد ته د ملګرو ملتو ځانکړي استازي، Ad Melkert د خبريالانو په مخکي ودريد او د عراق د پارلماني ټاکنو له بهير او پاليو څخه يي هرکلي وکړ او هغه يی د ستايني وړ وګڼلی: « د ملګرو ملتو ټينګ باور دی چي ټاکني د اعتبار وړ دي او مونږ د عراق ولس ته د دغه برياليوب مبارکي وايو، د هغو رښتينوالی د عراق په ټاکنو کي بي ساری دی.»

د ټاکنو د پايلو له اعلان څخه وروسته د اياد علوي پلويان سړکونو ته ووتل
د ټاکنو د پايلو له اعلان څخه وروسته د اياد علوي پلويان سړکونو ته ووتل)انځور: AP

Melkert د عراق په سياستوالو غږ وکړ چي د ټاکنو پايلي ومني. خو په تيرو ورځو کي کابو هر ګوند په ټاکنو کي د درغليو د کيدو ادعاوي کړي دي. لږ تر لږه دوه زره شکايتونه وړاندي شوي دي. خو د ټاکنو څارونکي او لويديځ ديپلوماتان وايي چي هغوي د دغو ادعاوو د ثبوت لپاره ډيري لږ شواهد او اسناد وجود لري.

د ټاکنو کميسيون وويل چي په تيرو اونيو کی عراقي سياستوالان تر سختو نيوکو لاندي ونيول شول چي هر يو ځان پر حق ګني او وويل چي د هغوي بي ځايه ادعاوو دغه هيواد بي ثباته کړي دي. د هغه کميسيون يو لوړ پوړي غړي، الذبير شاکر وويل چي د راييو په شميرنه کي په پوره دقت کار شو، نو په دی وجه ډير وخت يي ونيو: « مونږ د زړه له کومي مونږ خپل هيواد ته خدمت کوو. سياستوالان د دی پروا نه لری چی په وطن څه تيریږی. مونږ باندی کوم توپير نه شته چي د حکومت راتلونکي مشر څوک دی، هغه څه چي په دي ټاکنو کي اهميت لري، هغه دا دی چي له يونوي پيل سره عراق له روان حالت څخه وژغورل شي.»

کارستن کيونتوپ/ عبداالباري حکيم

کتونکي: نسيم صابر