1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق د کړکېچ په اړه لس پوښتني لس جوابونه

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۶, دوشنبه

د داعش په نامه وسله والي ډلي جنگیاليو د عراق په شمال او لوېدیځ کې یو شمیر مرکزي ښارونه په خپل کنترول کي راوستي دي. اوس په دې اړه اندېښنې ډيري شوي دي چې کېدای شي دغه هیواد په یوه خونړۍ کورنۍ جگړه کې ښکیل شي.

https://p.dw.com/p/1CIyh
انځور: picture-alliance/AP

ـ «داعش» څه شی دی؟

د عراق او شام اسلامي دولت یا داعش، په نوم سني ترهگره ډله، له بېلابېلو افراطي ډلو څخه رامنځ ته شوې ده. دغو ټولو ډلو د امریکا متحده ایالاتو له خوا د عراق د اشغالولو او د بغداد حکومت پر ضد جگړه کړې ده. د داعش په نوم ډله د القاعدې ترهگري شبکې یوه څانگه شمیرل کیده، خو په ۲۰۱۳م کال کې د ابو بکر البغدادي په مشرۍ دغه ډله ځني بېله شوه.

دغي ډلي اوس په کورنۍ جگړه کي ښکېل هيواد سوریې او د عراق په شمال او لوېدیځ کې یو شمیر سیمي په خپل کنترول کي راوستي دي. د نوموړي ډلي موخه د مدیترانې سمندرگي او دجله تر منځ د یوه اسلامي دولت رامنځ ته کول دي.

۲ ـ ولې د عراق حکومت د داعش ډلي پر وړاندي کمزوری ايسي؟

د لومړي وزیر نوري المالکي په مشرتوب د عراق حکومت د دغي ډلي د ناڅاپه گړندي پرمختگ په مخنیوي کې پاته راغلی دی. د فریدرېش ناومن له بنسټ څخه د عراق د چارو کارپوه فالکو ولده، د دې کار بېلابېل دلایل په گوته کوي. لومړنی دا چې د داعش وسله واله ډله له سوریې سره د عبور وړ، پولي څخه گټه اخلي. دوی کولای شي په دواړو هیوادونو کې په آسانۍ سره جنگیالي او وسلې انتقال کړي. پر دې سربیره په بغداد کې د واک تشه ده، ځکه چې په اپریل میاشت کې له تر سره شوو پارلماني ټاکنو راهیسې المالکي په دې توانیدلی نه دی، چې ائتلافي شریک پیدا کړي. خو تر ټولو مهمه د سني لږکیو او شیعه ډیرکیو تر منځ مذهبي ترینگلتیا ده. په عراق کې سنیان داسي فکر کوي چې تجرید شوي دي.

۳ ـ پر موصل ښار باندي یرغل څومره مهم دی؟

د موصل ښار په نیولو سره، په لومړي ځل وار ياغيان د عراق یو ستر ښار کنترولوي. ولده په دې آند دی چې ښایي دغه څه د نوموړې ډلي له پاره له رواني لحاظه لویه بریا وي. ولده وړاندي وایي چې «موصل له اقتصادي او جغرافیایي لحاظه مهم دی. موصل د نفتو د صادراتو او سوریې ته د تگ مهمه لاره ده.» خو د ولده په آند د افراطیانو له پاره د نور پرمختگ له پاره د دغه میلیوني ښار لاندي کول یو بل گام دی.

۴ - شیعه گان څرنگه غبرگون ښيي؟

شیعه گان د سني افراطي جنگیاليو له پرمختگ څخه په سخته اندیښنه کې دي. د بهرنیو اړیکو په اړه د اروپا له شورا، څخه کارپوه مریم بېنراد، اټکل کوي چې هغه انفرادي شیعه ملیشې چې د سوریې د واکمن بشارالاسد له پاره یې جگړه کوله ښایي بیرته عراق ته وروگرځي. د هغې په آند ښایي بېلا بیل شیعه گروپونه د خپل ولس د خوندي ساتلو له پاره په جگړه کې د عراق له کمزوري اردو سره ودریږي.

۵ - په عراق کې کردان څه کوي؟

د عراق په شمال کې کردي نفوس په دې هڅه کې دی چې د عرب سنیانو او شیعه گانو له کړکیچ څخه ځان لېرې وساتي. خو د بینراد، په فکر دوی به په دې کې بریالي نه شي. د هغې په آند له یوه اړخه د داعش د وسله والې ډلې جنگیالي او نور متحدین یې د کیرکوک، ښار پر لور د پرمختگ په هڅه کې دي چې عربان او کردان یې د ملکیت ادعا کوي. په دغه ښار کې د تیلو مهمي زیرمي شته. له بله اړخه ورځ تر بلي ډیر عراقیان د داعش ډلي د ترهگرۍ له ویري کردي سیمو ته ورځي. په داسي حال کې چې د عراق په دغه شمالي برخه کې لا تر مخه ډیر سوریایي کډوال ژوند کوي.

۶ – آیا د عراق د تجزیه کیدو گواښ موجود دی؟

تر اوسه لا په رسمي توگه په بغداد کې مرکزي حکومت پر ټول هیواد باندي کنترول لري. خو په حقیقت کې د عراق د سنیانو، شیعه گانو او کردانو تر منځ د تقسیم سلسله ډیره گړندۍ ښکاري. د عراق د چارو کارپوه بېنراد زیاتوي: «د عراق د تجزیه کیدو او پر ډیرو سیمو باندي د مرکزي حکومت د کنترول له لاسه ورکول حقیقي خطر موجود دی.» هغه وړاندي وایي چې دغسې یو کړکیچ به ډیر اوږد او خونړی وي.

۷ – څرنگه گاونډي هیوادونه په عراق کې ښکیل دي؟

په عراق کې د ډیرو هیوادونو گټې یو له بله سره په تضاد کې دي. داسې فکر کیږي چې عراق، ایران، سوریه او د لبنان د حزب الله ملېشه دي شیعه محور ولري. هغوی له سني هیوادونو سره د نفوذ پر سر په پهلوانۍ بوخت دي. د منځني ختیځ د چارو کاروپوهه فلوریسنه گاوب، په دې نظر ده چې د بغداد حکومت چې شیعه مذهبه پکښي ډیر واک لري، له ایران سره ښې اړیکي لري، خو د تهران کوم لاس پوڅی نه دی. هغه زیاتوي پر دې سربیره په عراق کې نور شیعه گروپونه او غورځنگونه هم موجود دي چې خپلو گټو ته ژمن دي. له بل پلوه داسې فکر کیږي چې یو شمیر هیوادونه لکه ترکیه او سعودي عربستان دې د سنیانو ملاتړي اوسي. خو د گاوب په وینا وضعیت ډیر پیچیلی دی.

۸ – له دغو پیښو څخه اروپا اغېزمنه شوې؟

د بهرنیو اړیکو په اړه د اروپا له شورا، څخه کارپوه مریم بېنراد، وایي چې په عراق کې له نوو تحولاتو څخه اروپا په مستقیمه توگه اغیزمنه شوې ده. هغه وایي د سوریې د کورنۍ جگړې په شان به له عراق څخه اروپا ته د راستنیدونکو جهاديانو په شمیر کې ډیروالی راشي. هغه زیاتوي: «دا په ښکاره توگه د اروپا امنیت ته گواښ دی.»

۹ – امریکا متحده ایالات څرنگه غبرگون ښيي؟

امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال په پیل کې، کله چې د داعش ډلي د عراق د لویدیځ ولایت انبار یو شمیر سیمي ونيولې نو د المالکي حکومت ته یې د نورو وسلو د لېږلو اعلان وکړ. که څه هم پر مالکي باندي په متحده ایالاتو کې نیوکي زیاتې شوي دي خو د امريکا حکومت د ترهگرو ډلو پر ضد جگړه کې د هغه ملاتړ کوي.

۱۰ – د عراق له کړکیچ څخه د وتلو کومې لاري چارې شته؟

د منځني ختیځ د چارو کارپوهه گاوب، هغو تکتیکونو ته اشاره کوي چې په ۲۰۰۸م کال کې یې د سني ترهگرو ډلو په پر شا کولو کې مرسته کړې وه. په هغه وخت کې د لنډ وخت له پاره دا کار شوی وو چې قبیلوي ملېشو ته په سیاسي امتیازاتو ورکولو سره هغوی د حکومت پر خوا ودریدل. گاوب، وړاندي وایي چې په اوسني وخت کې له داعش ډلي څخه د غیر تندلارو گروپونو د بیلولو له پاره پوځي عملیات یوازینۍ لار ده. خو دا چې نور المالکي به دا کار وکړي او که نه یوه پرانیستې پوښتنه ده.