1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عراق شيعه ياغيانو ته ۱۶هيوادونه وسلې ورکوي»

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي ۱۶هيوادونه د عراق شيعه ياغيانو ته وسلې ورکوي. ايران، امريکا، روسيه او ځيني اروپايي هيوادونه په دې ډله کي شامل دي. پر دغو ياغيانو د جنگي جنايتونو تور دئ.

https://p.dw.com/p/2VNun
Schiiten melden sich als Freiwillige für die irakische Armee
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Images

د عراق د حکومت پلويي شيعه ياغيان چي د جنگي جنايتونو تور ورباندي دئ، ۱۶هيوادونه ئې په وسلو ملاتړ کوي. د بخښني نړيوال سازمان په هغه راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ خپور سوی دئ، پکښې د امريکا، روسيې، ايران او ځينو اروپايي هيوادونو يادونه سوې ده.

په عراق کي ياغي ډلي چي ډېر ئې شيعه گان دي په ۲۰۱۴م کال کي د دولت په پلوي د داعش پرضد راپورته سول، خو د بخښني نړيوال سازمان وايي چي دغو ډلو په جنگي جنايتونو لاس پوري کړی دئ.

دغو ډلو خپل هدف سني عربان گرځولي او په غير قانوني اعدامونو، شکنجو، تښتونو او نورو جرمنو يې لاس پوري کړی او هيڅ ډول مجازات سوي نه دي.

د بخښني نړيوال سازمان د تسليحاتي کنترول د څېړونکي ډلي غړي پاتريک ويلکن، ويلي دي: «د وسلو خوښوونکو نړيوال پلويان چي امريکا، اروپايي هيوادونه، روسيه او ايران پکښې شامل دي، بايد راويښ سي او دا واقعيت وگوري چي هغه وسلې چي عراق ته يې صادروي کيدای سي د ياغيانو لاس ته ورسي او بشري حقونه تر پښو لاندي سي.»

د بخښني نړيوال سازمان د دغه راپور د چمتو کولو له پاره هغه انځورونه او ويډيوگاني تحليل کړي دي چي د ۲۰۱۴م کال له جون مياشتي راهيسي راټولي سوي دي. په دغو انځورونو او ويډيوگانو کي ښکاري چي د ياغيانو په لاس کي هغه وسلې دي چي په دغو ۱۶ هيوادونو کي جوړي سوي دي.

دغه ډلي تر ۱۰۰ ډوله زياتي سپکي او درنې وسلې په لاس کي لري. دغه وسلې يا د عراق د دولتي بنسټونو له خوا برابريږي يا د حکومتي چارواکو له خوا هغوی ته ورکړل سوي.

ځيني ياغي ډلي په خصوصي بازار يا انترنيت کي وسلې رانيسي.

د بخښني نړيوال سازمان، ايران يو له هغو اصلي هيوادونو څخه بللی چي دغو ياغي ډلو ته وسلې ورکوي. يعنی هغه ياغي ډلي چي د بشري حقونو د تر پښولاندي کولو تور باندي لگول سوی دئ.

دا چي له تيرکال راهيسي دغه ياغي ډلي د عراق د پوځ برخه گرځېدلي، د عراق د دفاع وزارت په دې اړه پوښتونو ته جوابونه ورکړي نه دي.

د بخښني نړيوال سازمان د تسليحاتو د کنترول د څېړونکي ډلي غړي ويلي دي: «د عراق چارواکي د دې پر ځای چي دوی د داعش پرضد مبارزه کي اتلان او دوی نور هم زړور کړي، بايد خپلي سترگي هغه لور ته لڅي کړي چي د قومي زورزياتي پر لور روان دي.»

د بخښني نړيوال سازمان دغه راز له هغو هيوادونو چي عراق ته وسلې لېږي، غوښتنه کړې ده چي په عراق کي په اقداماتو لاس پوري کړي، څو ډاډه سي چي دغه وسلې د ياغيانو لاس ته نه ورځي.