1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق لومړي وزير د جاپان له مرستو څخه مننه وکړه

۱۳۸۶ فروردین ۲۰, دوشنبه

د عراق لومړي وزير نوري المالکي له جاپان څخه د خپلې کتنې په ترڅ کې په توکيو کې له ياد شوي هېواد څخه د عراق دبيارغانې په چارو کې د کړې مرستې په اړه مننه څرگنده کړې ده. په عين حال کې يې د جاپان پر صنعت گرو باندې د لا زياتې پانگه اچونې غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/DKEo
د عراق لومړی وزير خپل رسمي سفر ته ډېر ناوخته ورسېد ځکه چې ايران ورته د دوی پر خاوره لاندې د الوتنې اجازه نه ورکوله
د عراق لومړی وزير خپل رسمي سفر ته ډېر ناوخته ورسېد ځکه چې ايران ورته د دوی پر خاوره لاندې د الوتنې اجازه نه ورکولهانځور: AP
المالکي د جاپان له دفاعي چارو وزير فوميو کيوما څخه تر ليدنې وروسته دغه خبرې وکړې. تر دې مخکې يې د جاپان له پاچا اکيهيتو سره هم ليدنه کتنه درلوده. د عراق لومړی وزير خپل رسمي سفر ته ډېر ناوخته راورسېد ځکه چې ايران ورته د دوی پر خاوره لاندې د الوتنې اجازه نه ورکوله.