1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق لومړی وزیر: د موصل عملیات ډیر ښه روان دي

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې له داعش څخه د موصل ښار د بیرته نیولو پوځي عملیات له پلان سره سم ښه روان دي. دغه عملیات په عراق کې تر ټولو ستر پوځي عملیات دي چې د امریکا په مشری نړیوال ایتلاف يې هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/2RU8k
Irak Qayyarah Regierungssoldaten beim Vorrücken auf Mossul
انځور: Reuters/A. Al-Marjani

په داسې حال کې چې عراقي او کردي ځواکونه له یاغیانو څخه د موصل ښار اړوندو کلیو د تصفیې لپاره تازه عملیات پیل کړي، د پنجشنبې په ورځ د عراق لومړي وویل چې له داعش ترهګرې ډلې څخه د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات تر پلان ډیر چټک روان دي. 
د عراق لومړي وزیر، حیدر العبادي د فرانسې په پایتخت پاریس کې د ویډیو کنفرانس له لارې لوړپوړو چارواکو ته د عراق د دویم تر ټولو ستر ښار موصل د راتلونکي په هکله د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي دي چې: «پوځ د ښار پر لور له پلان څخه ډیر چټک د پرمختګ په حال کې دي.»
د موصل ښار د څو کلونو راهیسې د داعش ترهګرې ډلې تر ولکې لاندې وو او د دغه ښار د بیرته نیولو په موخه عبادې د دوشنبې په ورځ د پوځي عملیاتو د پلان اعلان وکړ.
د امریکا په مشری ایتلاف چې فرانسه، اټالیا، انګلستان، کاناډا او نور غربي هیوادونه یې غړیتوب لري، په دې عملیاتو کې له عراقي ځواکونو سره هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي. موصل په عراق کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې ستر ښار دی. په سوریه کې دغې ډلې رقه بیا خپله پلازمینه ټاکلې ده. 
د موصل اداره او موصل ته څیرمه د نینیوې ولایت د نړیوالو مشرانو لپاره د بحث مهمه موضوع ده. داسې اندیښنې لیدل کیږي چې د داعش سنې مذهبه تندلارې ډلې له ماتې وروسته کیدای شي په دغه ښار کې مذهبې تاوتریخوال رامنځ ته شي. 
نینیوې د ګڼ شمیر مذهبونو او توکمونو ښار دی چې پکې عرب، ترکمن، کرد، یزیدیان، عیسویان، سنيان او شیعه ګان میشت دي چې سني عرب پکې اکثریت دي. پر موصل ښار باندې له پوځي عملیاتو څلور وروځې وروسته، د عراق حکومتي ځواکونه او کردي پیش مرګه جنګیالي دغه ښار ته له سترو پوځي عملیاتو مخکې نیول شوې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. 
په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق باندې د امریکا دمتحده ایالاتو لخوا تر یرغل وروسته چې د صدام حسین حکومت یې ړنګ کړ، دغه عملیات ترټولو ستر پوځي عملیات ګڼل کیږي. په موصل کې کابو ۱.۵ میلیونه خلک ژوند کوي او داسې تمه کیږي چې دغه پوځې عملیات به څو اونۍ او یا څو میاشتې دوام وکړي. 

د توپونو او هاوانونو بریدونه
د عراقي او کردي ځواکونو د بیانیو په حواله، د عراق د پوځ ځانګړې قطعه او کردي جنګیالي په دې هڅه کې دي چې د موصل ښار شمال او ختیځ ته پراته کلي له داعش جنګیالیو پاک کړي. 
د رویتر خبري اژانس په حواله چې د عملیاتو له سیمې یې رپوټ ورکوو، سهار شاوخوا ۶ بجې د موصل ښار په ۲۰ کیلومتری کې پر پرتو کلیو باندې د داعش ډلې هدفونه د توپ او هاوانونو تر هدف لاندې راغلي دي. 
د کردي جنګیالیو یو پوځي جنرال په یوه خپره شوې بیانیه کې د پنچشنبې ورځې د پوځي عملیاتو د پیلیدو د خبر ترڅنګ ویلي دي چې: «د پوځي عملیاتو موخه له داعش ډلې څخه د نږدې کلیو پاکول او د ستراتیژیکو سیمو بیرته نیول دي ترڅو د داعش ډلې تګ راتګ نور هم محدود شي.»
د رویترز خبرې اژانس خبر ورکوي چې د عراق د ترهګری ضد ځانګړي ځواکونه له ګڼ شمیر تورو هاموي ډوله موټرونو او درنو وسلو سره د برتیلا پر لور د پرمختګ په حال کې دي. د دغو ځواکونو یوه ویاند د عملیاتو له سیمې څخه ویلي دي چې یاغیان د سړک غاړې بمونو، موټر بم چاودونو او پټ نښه ویشتونکو یا «سنایپر»، د توپونو په بریدونو لاس پورې کړی دی او په دې کار سره غواړي د عراقي ځواکونو مخه ډب کړي.  

Irak Angriffsvorbereitungen auf Mossul
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Keles