1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق ماشومان

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د عراق د جگړې له پايته رسېدونه څه باندې څلورکاله وروسته هم، د هغه هېواد په ډېروبرخوکې بم چاودنې، اختطافونه، غچ اخيستنې اوپوځي عمليات، د عراقيانو د ورځني ژوند يوه ټاکونکې برخه جوړوي.

https://p.dw.com/p/DMqm
پر ښوونځيو باندې مستقيماً يرغلونه کېږي
پر ښوونځيو باندې مستقيماً يرغلونه کېږيانځور: AP

تر ټولو مخکې بياپه منځني اوجنوبي عراق کې د خلکولپاره ژوندکول ورځ په ورځ لا سختېږي او د ورځني ژوند د ربړونواوکړاونوله کبله نه يوازې بالغ انسانان، بلکه ماشومان هم ځورېږي. د بغداد اسېدونکې، یوولس کلنه حنان وايي:» زماموراوپلارماپه بېړه ښوونځي ته رسوي اووروسته مې بېرته کورته راولي. هغوی په سړکونوکې د ډېرويرغلونوله کبله ډېر وېرېږي، چې ماته څه راپېښ نشي. د نوروماشومانو مېندې اوپلرونه هم عين حال لري. «

پرښوونځيوباندې مستقيم يرغلونه
د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف د اټکلونوله مخې، د بې امنيتۍ له کبله، د بغداد په ځينوښارگوټوکې صرف ٪٣٠ ماشومان ښوونځي ته ځي. د ماشومانو د مېندو اوپلرونو اندېښنه او وېره په ځای ده، ځکه چې نه يوازې ښوونځي ته د تگ لاره خطرناکه ده، بلکه بيااوبيا پرښوونځيوباندې مستقيماًهم يرغلونه کېږي. تازه د ١٣٨٥ هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې په پېل کې، په بغدادکې پريوه ښوونځي باندې د توغنديو د يوه یرغل له کبله، پنځه تنه ماشومان ووژل شول. پرښوونځيوباندې د مستقيمو يرغلونوله کبله، يوازې د تېرودوه نيموکلونوپه ترڅ کې ١١٠ تنه ماشومان وژل شويدي.