1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق پارلمان ۴۰ تنو سني استازو استعفا کړې

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

د عراق پارلمان ډیرو سني وکیلانو استعفأ کړې ده. دغه پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې پولیسو د بغداد په لوېدیځ کې د مظاهره کوونکو پر یوه کمپ باندي یرغل وکړ.

https://p.dw.com/p/1AjND
انځور: Reuters

د عراق پارلمان تر څلویښتو تنو زياتو سني وکيلانو د دوشبنې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په بېړنۍ توګه خپلي استعفاوي اعلان کړې. د پارلمان دغو غړو د خپلو استعفاوو لامل په دغه هيواد کې د امنیتي ځواکونو او سني لږه کیو تر منځ د اړیکو لا ترينګلتيا ښوولې ده.

د پارلمان دغو غړو غوښتنه وکړه چې عراقي پوځیان باید د مظاهره کوونکو له کمپ څخه ووځي او د پارلمان یو غړی احمد العلواني، چې اوس له پولیسو سره بندي دی آزاد کړي. د العواني ورور او پنځه تنه ساتونکي له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

دغو وکیلانو تر هغه لږ وروسته استعفا وکړه چې د عراق امنیتي ځواکونو د بغداد په ۱۳۰ کیلومترۍ کې د مظاهره کوونکو پر یوه کمپ باندي یرغل وکړ. دغه کمپ د عراق پر يوې ډیري مهمي لويي لاري باندي پروت دی.

په دې کمپ کې له نزدې یوه کال راهیسې د عراق د اوسني حکومت پر ضد اعراضونه او مظاهرې رواني وې. په عراق کې اوس د حکومت ډیري چاري د شيعه مسلمانانو په لاس کې دي. دغې موضوع د دې هیواد سنې لږه کي ناراضه کړي دي.

عراقي سنیان نیوکه کوي چې هغوی ته حق نه ورکول کيږي او دا چې هغوی په چارو کې صلاحیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو تر مداخلي دمخه د دغه هیواد ټولي چارې د سنیانو په لاس کې وې.

اسوشیتيد پرس خبري آژانس د عراق د دفاع وزارت په حواله ویلي دي چې مظاهره کوونکو دې کمپ ته د امنیتي ځواکونو د ورتګ دمخه پریکړه کړې وه چې د عراق د حکومت پر ضد خپلو اعراضونو ته د پای ټکی کښېږدي.

د عراق د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې په دې اړه امنیتي ځواکونو درې ورځي له مظاهره کوونکو سره خبري اتري وکړې.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ په عراق کې د بیلابیلو نښتو په ترڅ کې لس کسان وژل شوي دي. دا لا روښانه نه ده چې آیا د مظاهره کوونکو د کمپ له منځه وړل د تاوتریخوالي له نویو پیښو سره تړاو لري، که نه؟

په وروستیو میاشتو کې په عراق کې تاوتریخوالي ډیر شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د ۲۰۱۲ کال له دسمبر میاشتې راهیسې په عراق کې ۶۰۰۰ کسان وژل شوي دي.