1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق څخه وروستي جنگي امريکايي عسکر هم ووتل

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

پنتاگون د يکشنبې په ورځ وويل، چي وروستي امريکايي جنگي عسکر هم د عراق څخه وتلي دي او په دې توگه د عراق څخه د امريکايي عسکرو د انخلا پروسه بشپړه سوي ده. دغه عسکر د عراق څخه کويټ ته اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/13V9x
د امريکايي ځواکونو وروستی کاروان
د امريکايي ځواکونو وروستی کاروانانځور: dapd

په عراق کي تر څه کم ۹ کلني جگړې وروسته نن وروستي جنگي امريکايي عسکر هم ووتل، دغه جگړه نه يوازي د امريکا بلکي پخپله د عراقيانو له پاره هم ډيره درنه تمامه سوه.

اوس دغه هيواد نه يوازي دا چي اقتصادي وضعه يې ډيره خرابه ده، بلکي د سختو سياسي بحرانونو سره مخامخ دئ.

د نهه کلني جگړې په اوږدو کي په عراق کي شاوخوا۴۴۰۰ امريکايي عسکر ووژل سول، چي په دې ډله کي ۳۵۰۰تنه يې په جگړه کي ووژل سول.

د عراق بوډي کاونټ ټکي آرگ نومي برتانوۍ مؤسسې د ويبپاڼي د معلوماتو پر اساس د عراق په جگړه کي د وژل سوو عراقي وگړيو شمېر تر ۱۱۴۰۰۰ کسانو ډير دئ.

اوس يوازي ۱۵۷ تنه امریکايي عسکر په عراق کي پاته دي، چي د عراقي امنيتي ځواکونو د روزني دنده يې په غاړه ده.

د عراق د خپلو پوځيانو شمېر اوس تقريباً ۹ لکه دئ. دغه پوځيان به اوس د امنيت ساتني دنده پرخپله غاړه اخلي. د عراق حکومت د وسله والو د پاڅون او مذهبي شړخو له سختو گواښونو سره مخامخ دئ.

اوس د عراق په پارلمان کي د سني او شعيه سياسي ډلو تر منځ اختلافات نور هم ډير سوي. د شنبې په ورځ عراقيه سياسي ټلوالي پريکړه وکړه چي پارلمان به بايکاټ کړي.

د عراق د پخواني لومړي وزير علوي دغه سيکولر ډله د زياترو سني عراقيانو ملاتړ له ځان سره لري. د اوسني لومړي وزير نوري المالکي ملي ټلواله چي زيات ملاتړ يې د شعيه مسلمانانو لخوا کيږي د عراق په پارلمان کي تر ټولو ستر سياسي قدرت دئ.

عراقيه ډلي پر لومړي وزير المالکي تور لگولی چي د عدليې د سياسي کولو هڅه کوي او د هيواد د نورو سياسي ډلو غوښتني په پام کي نه نيسي. د دي تر څنگ مخالف گوند ويلي چي د سني سياسي مشرانو د کورونو د باندي ټانکونه درول سوي دي.

عراقيه نومي دغي ډلي په سمدلاسه توگه د پارلمان سره د خپلي همکارۍ د درولو اعلان کړی او د يوه گردي ميز د جوړولو غوښتنه يې کړې ده.

لومړي وزير مالکي بيا د يکشنبې په ورځ په رسمي توگه پر پارلمان ږغ وکړئ، چي د ده د سني سلاکار صالح متلک څخه د باور رايه بيرته واخلي. دغه سلاکار په يوه تلويزيوني مرکه کي مالکي «تر صدام حسين لا بدتر ديکتاتور» بللي وو.

په عيني حال کي د هيواد امنيتي چارواکو ويلي دي، چي د هيواد د مرستيال ولسمشر او سني مذهبه طارق الهاشمي دوه ساتونکي د پارلمان پر ودانۍ د تيري مياشتي په بريد کي گډون وال ول.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل