1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق کړکېچ په اړه د ايران او امريکا د همکارۍ احتمال

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د ایران یوه رسمي چارواکي اعلان کړی دی چې هيواد يې د عراق کړکېچ د حل په برخه کې له امریکا متحده ایالاتو سره همکارۍ ته چمتو دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې له ایران سره د عراق بحران په هکله خبري شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/1CIL7
انځور: picture alliance/AP Photo

رویترز خبري آژانس د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي په حواله ویلي دي چې د دې احتمال لیدل کیږي چې ایران او امریکا متحده ایالات په گډه «د سوريي او عراق د اسلامي دولت» د وسله والي ډلي په مقابل کې د عراق له حکومت سره مرسته او یو له بل سره همکاري وکړي.

دغه ایراني چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون میاشتي ۱۳مه) رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې موږ کولای شو له امریکایانو سره په عراق کې د روانو شخړو د ختمولو په برخه کې همکاري ورکړو. نوموړي زیاته کړه چې ایران په عراق، سوريه او د سیمي په یو شمیر نورو هیوادونو کې ډیر نفوذ لري.

د ۱۳۵۷ کال تر انقلاب وروسته په منځنۍ اسيا کي د ایران نقش ډیر کمزوری شوی دی، له همدې امله دغه هیواد له امریکا متحده ایالتو څخه ناراضه دی. د تهران حکومت غواړي چې په سیمه کې د یوه مهم رول لوبونکي هیواد په توگه په رسمیت وپیژندل شي.

د عراق د کړکیچ پر ځای پر اټومي خبرو اترو تمرکز

په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماري هارف، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه هیواد د عراق کړکېچ په هکله له ایراني چارواکو سره خبري اتري نه کوي.

هغې د یوه ژورناليست د پوښتني په ځواب کې د عراق د مسئلې په هکله د هر ډول تماس او خبرو اترو په هکله وویل: «موږ د عراق په هکله له ایرانیانو سره خبري نه کوو. خبري اتري د ایران د اټومي فعالیتونو پر موضوع متمرکزې دي.»

هارف زیاته کړه: «هغه څه چې موږ ویلي دي هغه دا دي چې د عراق گاونډیان د هغوی له جملې څخه ایران باید داسي اقدامات نه وکړي چې په عراق کې شرایط لا پسې بې ثباته کړي. دوی باید د هر ډول جنجال مخه ونیسي.»

د امريکا د بهرنیو چارو ویاندي ویلي دي چې په اوس وخت کې ایران او امریکا په عراق کې گډ منافع لري، خو اوس کولای نه شي په دې هکله ډیر څه ووايي.

د عراق په هکله د اوباما او روحاني خبري

په یوه بل غبرگون کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې دغه هیواد به عراق ته ځمکني ځواکونه، نه ولېږي. اوباما د جمعې په ورځ په دې هکله وویل: «عراق لازیات ملاتړ ته اړتیا لري.»

په عین وخت کې اوباما په عراق کې له سیاسي چارواکو څخه وغوښتل چې پر قومي او مذهبي اختلافاتو غلبه وکړي. د امریکا ولسمشر همدارنگه ټینگار وکړ چې د عراق دولت باید یو ځواکمن پوځ جوړ کړي. هغه زیاته کړه: «موږ کولای نه شو هغوی ته دا کار وکړو.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د جمعې په ورځ د عراق له لوموړي وزیر نوري المالکي سره په یوه تلیفوني تماس کې وویل، چې ایران به له عراق سره د تروریزم په مقابل کې د مبارزې په برخه کې خپل هر ډول کوښښ نه وسپموي. نوموړي زیاته کړه: «موږ به اجازه ورنه کړو چې د ترهگرو پلویان عراق بې ثباته کړي.»

د "سی‌.ان‌.ان" تلویزوني شبکې په بغداد کې د عراق د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله خبر ورکړ دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران درې غونډه عراق ته استول شوي دي.

د دغه رپوټ پر اساس د شمال له خوا د بغداد پر لور د "داعش" یا د عراق او سوريي د اسلامي دولت ډلي په پرمختگ سره، د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې د "سپاه پاسداران" غړي د عراق خاوري ته ننوتلي دي. دغه ځواکونه له عراقي پوځ سره یوځای د داعش په مقابل کې د دفاع په حال کې دي.

خو سره له دې هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت رسمي چارواکو دغه رپوټونه رد کړي دي او وايي چې تر اوسه پوري عراق ته نظامي ځواکونه استول شوي نه دي.