1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي نړۍ د ناکراريو څخه افغانستان هم پر کراره نه دی پاته

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

په تونس، مصر او په خاصه توګه ليبيا کي ورستيو نا کراريو د هغو نفتو په بيه کي لوړ والی رامنځ ته کړی، چي افغانستان هم ترينه څه نا څه ګټه پورته کوله.

https://p.dw.com/p/R7WH
په افغانستان کښي يوار بیا د تيلو بيي لوړي سوي دي
په افغانستان کښي يوار بیا د تيلو بيي لوړي سوي ديانځور: AP

د افغانستان په نفتي بازارونو کي تر يوه مياشتني تعادلي حالت وروسته يو ځل بيا د تيلو بيه د پورته کيدو په حال کي ده.

دمګړۍ د پلازميني کابل په ګډون د هيواد په ډيرو ولايتونو کي د تيلو په بيه کي جګ والي ليدل کيږي کوم چي ولسي خلک يي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښاريان وايي چي د تيلو بيه د عربي ملکونو له ناکراريو سره سم پورته سوې او په هر ليتر تيلو کي له پينځو تر شپږو افغانيو پوري پورته والي ليدل کيږي.

په افغانستان کي د تيلو بيي هغه مهال له نورمال حالت څخه په بي ساري توګه لوړي سوي کله چي ايران دوه مياشتي دمخه په سلګونو هغه ټانکر افغانستان ته له راتلو وګرځول کوم چي له بيلا بيلو هيوادونو يي افغانستان ته تيل بار کړي ول.

خو اوس د عربي ملکونو ناکرارۍ هغه څه بلل کيږي چي افغان حکومت يي د تيلو د بيو د لوړيدو لامل بولي.

د سوداګرۍ وزير انور الحق احدي وايي، په ليبيا هيواد کي چي د نړۍ د نفتو ستر صادرونکي هيواد بلل کيږي، وروستۍ لانجي د دي لامل سوي چي په نړيواله کچه د هر بيرل نفتو په بيه کي تر۱۱۸ امريکايي ډالرو پوري لوړ والی رامنځ ته کړي.

« موږ نه سو کولای چي سوداګر په دې مجبور کړو چي خپل نفت د نړيوالو بازارونو نرخونو ته په نه کتو سره خرڅ کړي، خو د افغانستان حکومت هڅه کړې چي يو داسي عرضه وي مطمين حالات رامنځ ته کړي چي د ملک دننه نفتي اړتياوو ته ځواب وويلای سي، همدا اوس له ترکمنستان څخه ۱۵۰۰۰ ټنه تيل افغانستان ته په لاره دي همدا راز له پاکستان څخه هم تيل را روان دي».

د سوداګرۍ وزارت شميري ښيي چي افغانستان هر کال شاوخوا دوه مليونه ټنه نفتو ته اړتيا لري.

تر دي دمخه به د منځنۍ اسيا او عربي ملکونو څخه اخيستل سوي تيل د ايران له خاوري افغانستان ته ليږدول کيدل خو کله چي ايران د افغانستان د ټانکرونو مخه ډب کړه افغان حکومت يې دې ته مجبور کړ چي، د دغه انتقال لپاره نوري لاري چاري ولټوي.

د سوداګرۍ وزير وايي چي دوی اوس په دي لټه کي دي چي د اړتيا وړ نفتي توکي له پاکستان او روسيې څخه وپيري او د منځنۍ آسيا د هيوادونو له لاري يي افغانستان ته راوړي.

د همدي تړونونو د لاسليک په موخه يو پلاوي څو اونۍ دمخه مسکو ته هم تللی وو او هلته يي له يو شمير روسي شرکتونو سره مهم تړونونه هم لاسليک کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل