1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د عسکرو د وتلو پلان افغانستان ته خطر لري"

۱۳۹۰ تیر ۳, جمعه

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځونو قوماندان جنرال ديويد پيتريوس او د پوځونو لوي درستيز مايک مولن ويلي، کوم پلان چي باراک اوباما اعلان کړی، دوی يې سپارښتنه نه وه کړې.

https://p.dw.com/p/11ion
امريکايي جنرال ديويد پيتريوس د معلوماتو ورکولو پر مهال
امريکايي جنرال ديويد پيتريوس د معلوماتو ورکولو پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر د پلان له مخه به د روان کال تر پايه پوري لس زره امريکايي سرتيري خپلو کورونو ته ستانه شي، او نور 23 زره سرتيري به د راتلونکي کال تر دوبي له افغانستان څخه را وايستل سي.

پيتريوس او مولن دواړو خبرداری ورکړی چي، د افغانستان څخه د پوځونو د را ايستلو پلان به افغانستان له خطر سره مخامخ کړي، خو په عيني وخت کي يې ويلي دي چي د ولسمشر بارک اوباما د پريکړي ملاتړ کوي، او د دغه پلان د عملي کولو لپاره به خپلي پوره هلي ځلي کوي.

پيتريوس سنا ته دCIA د مشر د کانديد په توګه خبرو کي ويلي:« دا يو ځل بيا هغه څه چي ما او لوړپوړو قوماندانانو مطرح کړي وو، پر خلاف يو بريد کوونکي دريځ دي. خو دا هغه څه نه دي چي د دې په خاطر زه خپل يونيفورم لري کړم.»

د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

تر دي وړاندي د پيتريوس څخه پوښتنه سوې ول چي د ولسمشر اوباما د دې پريکړي خلاف به دي له خپلي دندي ګوښه سي او که نه؟

اوباما په نيويارک کي د پوځيانو په يوه اډه کي د افغانستان څخه د پوځيانو د را ايستلو له پلان څخه دفاع کړي او ويلي يي دي چي د امريکا متحده ايالات د افغانستان په جګړه کي يوي داسي مرحلي ته رسيدلي چي پوځيانو ته افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړي.

اوباما پوځيانو ته په خپله بيانيه کي ويلي:« موږ د دغه پلان په عملي کولو کي د کوم بيړي څخه کار نه اخلو. موږ دغه پلان گام پر گام سرته رسوو، تر څو په دې ډاډه سو چي هغه لاس ته راوړني چي ستاسو په مرسته سرته رسيدلي، وساتل سي.»

مايک مولن هم ويلي چي د ولسمشر پلان، هغه څه چي ده يې سپارښتنه کړې وه، تر هغي ډير زيات دي، او ويلې يې چي، دا به خطرونه رامنځ ته کړي. امريکايي پوځي چارواکو د اوباما تر تصميم وړاندي په لږ شمير کي د افغانستان څخه د پوځونو د را کمولو سپارښتنه کړې وه.

امريکايي ځواکونو په افغانستان کي د عملياتو پر مهال
امريکايي ځواکونو په افغانستان کي د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

د اوباما پريکړي د امريکا د متحده ايالاتو کانګرس هم په خپل منځ کي سره ويشلی دی. ځينو سناتورانو دغه کار ستايلی او د افغانستان څخه يې د لا ډيرو سرتيرو د را ايستلو غوښتنه کړې ده، خو ځينو بيا دا د 2012 م کال جمهوري ټولټاکنو تر مخه يو خطرناک سياسي خوځښت بللی.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته په افغانستان کي جګړې ته د پای د ټکي ايښودولو خبري زور اخيستی وو، د ديموکراتانو سناتور جان کيري وايي:« چي اصلي خبره دا ده چي د افغانستان کړکيچ د پوځونو په شمېر پوري نه دی تړلی.»

خو د جمهوري غوښتونکو سناتور،جان مکين، چي د 2008 م کال په ټولټاکنو کي يي له اوباما څخه ماتي خوړلې ويلي:« زما په فکر موږ پر يو لوي غير ضروري خطر غيږه را گرځولې ده.»

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل