1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د عطيه د وژل کيدو په اړه هيڅ شواهد نه سته"

۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبه

د پاکستان د امنیتي ځواکونو چارواکي وايي چي داسي شواهد نه سته چي وښيي د القاعدي جگپوړی مشر عطیه عبدالرحمن دي په هغه هيواد کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يو برید کي وژل سوی وي.

https://p.dw.com/p/12Oy2
عطيه عبدالرحمن
عطيه عبدالرحمنانځور: AP

د پاکستان د استخباراتو دوو تنو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د يکشنبې په ورځ ويلي، چي حتي د عبدالرحمن د وروستي اوسيدو د ځای په اړه هيڅ ډول معلومات نه سته.

 

تر دې مخکي يو شمېر امريکايي رسنيو د شنبې په ورځ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چي عطيه عبدالرحمان د اگست د مياشتي پر ۲۲ نېته د پاکستان په قبائيلي سمه کي د بې پيلوټه الوتکي په يو بريد کي وژل سوی.

 

د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه ډيری وخت په هغه هيواد کي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د قربانيو په اړه راپور نه ورکوي.

 

اسلام اباد په رسمي ډول د بې پيلوټه الوتکو دغه برید ردوي او وايي چي داسي کوم څه نه دي سوي.

 

دا په داسي حال کي ده چي مخکي تر دې يو شمېر رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړل چي وايي د اگست پر ۲۲ په شمالي وزيرستان کي پر يو موټر باندي بې پيلوټه الوتکو بريد کړی او څلور تنه وسله وال پکښي وژل سوي.

 

که دغه ادعا سمه وي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته به د عبدالرحمن په وژلو دغه شبکه سخت گوزار وخوري.

 

د امریکايي د متحده ايالاتو حکومت د معلوماتو له مخه عبدالرحمن په ځوانی کي د بن لادن سره خپله همکاري پيل کړې ول. د امريکايي چارواکو په خبره هغه شاوخوا څلويښت کاله عمر درلودی.

 

د بن لادن تر وژل کيدو وروسته د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وټاکل سو چي عبدالرحمن يې مرستيال بلل کيدی.

 

نيورياک ټايمز د امريکايي چارواکو په احواله ليکي، چي د اسامه بن لادن د کور څخه تر لاسه سوي اسناد ښيي چي په وروستيو کي د اسامه او عبدالرحمين اړيکي ډيري نژدې سوي او او دواړه به تل سره په تماس کي ول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم