1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د علماو شورا د قرآن کریم د سوځونکو محاکمه غواړي

۱۳۹۰ اسفند ۱۲, جمعه

د افغانستان د علماو عالي شورې د ولسمشر حامد کرزي سره د لیدلو پر وخت ویلي دي چې د قرآن شریف د سوځولو له امله یواځې بخښنه غوښتل کافې نه ده او په پیښه کې د ښکیلو کسانو د محاکمې غوښتنه ئې کړې ده.

https://p.dw.com/p/14DaV
انځور: picture alliance/dpa

د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د علماو عالي شورا د ولسمشر کرزي سره د لیدنې پر وخت ویلي دي هغه څوک چې په دغه پیښه کې ښکیل دې باید محاکمه کړای شي او دغه کار ئې «یو شیطاني» عمل بللی دئ.

دغه خبر پاڼه وړاندې کاږي چې د علماو شورا دغه عمل په کلکه توګه  غندلی دئ.

د بگرام په هوایي ډگر کې د قرآن کریم د پیښې د سوځولو وروسته د افغانستان په ځینو برخو کې لاریونه تر سره شول چې دغه لاریونونه د تاوتریخوالي په پیښو واوښتل. تر اوسه پورې په دغه پیښو کې له ۳۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

دغو پیښو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او د هغوی د افغان متحدینو ترمنځ اړیکې سختې تاواني کړې.

د شورا غړو دا غوښتنه هم کړې ده چې د بگرام زندان دې افغانانو ته وسپارل شي او د شپې له خوا تر سره کیدونکو عملیاتو ته دې د پاې ټکی کیښودل شي.

خو ځیني څیړونکي بیا په دې آند دي چې کرزی غواړي له واشنگټن څخه د یو څه امتیاز تر لاسه کولو له پاره دغه موضوع گرمه وساتي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: « زه فکر کوم چې حامد کرزی د نورو غوښتنو سربیره دغه شورا په واشنگټن باندې د فشار اچولو له پاره استعمالوي تر څو په قطر کې د طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې مهم  نقش تر لاسه کړي.»

ویل  کیږی چی  په قطر کی د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لومړنیو تماسونو د نیولو له امله کرزی د سولې په خبرو اترو کی د تجرید احساس کوی.

آژانسونه / سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم