1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمر متين په اړه عيني شاهدان څه وايي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د امریکا په اورلنډو کې د همجنسبازانو په نڅا کلب کې د ۴۹ کسانو تر وژلو وروسته اوس دا پوښتنه پيدا شوې چې د پیښې د عامل انگیزه څه وه؟ آیا هغه په خپله هم همجنسباز وو؟ عیني شاهدان د هغه په هکله کیسه کوي.

https://p.dw.com/p/1J6MM
انځور: Imago/ZUMA Press

د عیني شاهدانو په وینا عمر متین چې د امریکا متحدو ایالاتو د اورلنډو په «پالس» نومې نڅا کلب کې یې ۴۹انسانان ووژل، پخپله څو وارې د دغه نڅا کلب مېلمه وو. د هغوی په خبره عمر متین د یوه اپلیکشن له لاري د نارینه همجنسبازانو سره د اړیکې په لټه کې وو.

د «اورلنډو سنتینل» په نوم ځایي ورځپاني د دغه نڅا کلب د ۴ مېلمنو له قوله لیکلي دي چې عمر متین یې په منظمه توگه په دغه ځای کې لیدی. د تای سمت په نوم یوه تن نوموړې ورځپاڼې ته ویلي دي: «کله به هغه په کونج کې یوازي ناست وو او څښل به یې، کله نا کله به دومره نشه وو چې شور به یې کاوه او قهریدلی به وو.»

سمت ویلي دي چې ده پخپله متین څو واري په دغه نڅاکلب کې لیدلی دی: «موږ له هغه سره ډیر نه یو غږیدلي. خو په یاد مي دي چې یووار یې د پلار په هکله څه ویلي ول. هغه موږ ته دا هم ویلي ول چې میرمن او یو ماشوم هم لري.»

د اپ له لارې د تماس نیولو لټون

د پالس، نڅا کلب یوه بل مشتري کیون ویسټ، د «لاس اېنجلس ټایمز» په نوم ورځپاڼې ته ویلي دي چې کابو د یوه کال له پاره یې د همجنسبازانو د یوه اپ له لاري له متین سره اړیکي لرلي دي. همداشان نورو نارينه وو هم امریکایي رسنیو ته ویلي دي چې د بیلا بیلو اپلیکشنونو له لاري یې له متین سره تماس درلوده چې د آشنایې له پاره د ملاقات په لټه کې وو.

د "Grindr" په شان اپلیکشنونه چې د عیني شاهدانو په وینا متین هم ترې کار اخيست، د نارینه همجنسبازانو تر منځ ډیر مشهور دي، چې کولای شي په آسانۍ سره له یو بل همجنسباز سره اړیکه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د عمر متین پلار په لومړیو مرکو کې ویلې چې زوی یې له همجنسبازانو څخه بد راتلل.

۲۹ کلن عمر متین د یکشنبې په شپه په اورلنډو کې پر پالس نومې نڅا کلب باندي یرغل وکړ او خلک یې برمته کړل. په دغه پیښه کې ۴۹ تنه ووژل شول او تر پنځوسو زیات ټپیان کړل او په خپله د ځانگړو پولیسو له خوا ووژل شو.