1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عنقرې د چادونې پلټنې پيل شوي دي

۱۳۸۶ خرداد ۲, چهارشنبه

د ترکيې په پلازمېنې عنقرا کې پرون په يوې صنعتي سيمې باندې د بم د چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او په سلهاو وگړي ټپيان دي. له ژوبل شويو څخه د شپاړس تنو حالات ترينگلي بلل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKEK
دغه چاودنه د عنقرې په زړه، په ولس نومي ناحيې کې رامنځ ته شوې ده
دغه چاودنه د عنقرې په زړه، په ولس نومي ناحيې کې رامنځ ته شوې دهانځور: AP
پوليس په دې اړه پلټنې کوي چې آيا دا يو ځانمرگی بريد و که په يوې بستې يا پاکټ کې پټ شوی بم. په مړو کې څلور تنه ترکان او يو تن پاکستانی ښودل شوي دي. د يو بل نفر تابعيت چې روغتون ته په لاره مړ شوی و تر اوسه نه دی څرگند شوی. دغه چاودنه د عنقرې په زړه، په ولس نومي ناحيې کې رامنځ ته شوې ده. د چاودنې پړه د يوې ټلويزيوني شبکې په وينا پر کردانو اچول کېږي. خو کېدای شي چې چپي يا اسلاميستي ډلې هم د دغې پېښې تر شا وي.
چاودنه د وسلو او مهماتو د يو نندارتون په ترڅ کې په عنقرا کې تر سره شوه، په دغه نندارتون کې څلور سوو شرکتونو گډون کړی و.