1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عيسوي پاک اختر په منسابت د سولي د غورځنګ پراخ لاريونونه

۱۳۸۸ فروردین ۲۳, یکشنبه

د سولي غورځنګونه زياتره په لويديځو ډیموکراټو هیوادونو کي هغه ټولنيز غورځنګونه دي، چي دوی د جګړې يا د جګړې دپاره د تيارويو د نيولو سره په ډله ايزه توګه خپل د مخالفت ږغ پورته کوي...

https://p.dw.com/p/HVIg
د جرمني د شتوتګرد په ښارکي د سولي د غورځنګ د پلويانو پراخ لاريون
د جرمني د شتوتګرد په ښارکي د سولي د غورځنګ د پلويانو پراخ لاريونانځور: picture-alliance/ dpa

سږ کال هم دعیسي «ع» دبيا راژوندي کيدلو د اختر په ورځو کي په آلمان کي دسولي د غورځنګ پلويان واټونو ته راوتلي او دوی بې وسلې کول، د اټومي سلاو له منځه وړل ، له افغانستان څخه دناټو او امريکايي عسکرو وتل ، په عراق کي د جګړې ختميدل او په نژدې ختيځ کي دسولي تامین غواړي.

دسولي غورځنګونه زياتره په لويديځو ډیموکراټو هیوادونو کي هغه ټولنيز غور ځنګونه دي، چي دوی د جګړې يا د جګړې دپاره د تيارويو د نيولو سره په ډله ايزه توګه خپل دمخالفت ږغ پورته کوي اووای چي بايد د جګړې څخه د يوې سیاسي وسيلې په توګه اصلاً کار وانه خستل شي.

د اتياومې لسيزي په پیل کي د يوې احتمالي اټومی جګړې سره د مخالفت د ږغ پورته کولو دپاره په ډیرو لويدیځو هیوادونو کي د سولي غورځنګونه منځ ته راغلل او ددغه غورځنګونو پلويان په دې عقیده دي چي د سترو ځواکونو ترمنځ دسلاو په جوړولوکي پرله پسې سيالۍ هغه حد ته رسېدلي چي زښته زيات خطرناک بلل کيدای شي. نو له همدې کبله دوي دحکومتونو څخه داغوښتنه کوي چي د بې وسلې کولو او د سلاو دکنټرولوو له لاري بايد دسولي دپاره عمل وکړي.

د جرمني په اتحادي جمهوريت کي دسولي غورځنګ د 50 لسيزي راهيسي کله چي ددغه هيواد پوځي ځواکونه بيرته مسلح شوي او بيا د عيدالقیامه يا د عیسي علیه السلام د بیا راژوندي کیدلو د اختر د ورځو غورځنګ و چي د 60 لسيزي راهيسي هرکال په دغه هیواد کي د عيد القيامه يا دعيسي (ع). د بيا راژوندي کيدلو د اختر په ورځو کي په مظاهرو او مارشونو سره د جګړو، اټومي سلاو د جوړولو او تسليحاتي سیالیو پر ضد خپل ږغ پورته کوي.

تيره ورځ هم په آلمان کي دسولي د غورځنګ په زرهاو پلويان دعيد القيامه يا دعیسي « ع » د بيا راژوندی کيدلو د اختر په مناسبت ددغه هيواد په بيلا بيلو ښارونو کي واټونو ته راوتلي ول. دوی دبې وسلې کولو او سولي له پاره شعارونه ورکول.

دسولي په دغه تظاهراتو کي پرله پسې دا شعارونه هم ورکول کيدل چي له افغانستان څخه دي د ناټو او امريکاعسکر ووزي. مظاهرې د آلمان په بيلا بیلو ښارونو لکه برلين، دوسلدورف ، بريمن ، دورت موند ،هانور ، مونشن او ماينڅ کي شوي او نوري مظاهري او مارشونه د نن او سبا دپاره هم پلان شوي دي.

PA/ ZDF / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل