1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غربي هیوادونو سفارتونه په تیارسئ حالت کې دي

۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعه

لویدیځو هیوادونو په اسلامي هیوادونو کې خپل سفارتونه د تیارسئ حالت ته راوستې دي. دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي هیوادونو کې د جمعې تر لمانځه وروسته د اسلام ضد فلم پر وړاندې د لا پراخو مظاهرو د امکان خبر ورکړل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/16CCb

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د غربي هیوادونو سفارتونه یوه ځانګړي حالت ته چمتوالی نیسي. تمه کیږي چې د جمعې تر لمانځه وروسته به په بیلابیلو اسلامي هیوادونو کې په زرونو مظاهره کوونکي سړکونو ته راووځي او د اسلام ضد فلم پر وړاندې به اعتراضونه وکړي.

متحده ایالاتو په سودان او تونس کې د خپلو دپلوماتانو شمیره راکمه کړې ده. دې هیواد همداراز په شلو نورو اسلامي هیوادونو کې خپل ښوونځي او سفارتونه تړلي دي چې د احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د پاکستان دولت د جمعې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده چې خلک وشي کولای په مظاهرو کې ګډون وکړي. د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې د مظاهرو کنترولوونکي پولیس ځای پر ځای شوي دي. په پاکستان کې د جمعې ورځ «له حضرت محمد (ص) سره د مینې» د ښوولو د ورځې په نوم نومول شوې ده.

المان هم خپلو سفارتونو ته خبرداری ورکړی دﺉ

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، خپلو سفارتونو ته ویلي دي چې باید له لا ډیر احتیاط څخه کار واخلي. ویستر ویله تر هغه وروسته دغه خبره کړې ده چې یوې المانۍ مجلې چې TITANIC نومیږي اعلان کړی دئ چې یو راپارونکی انځور به چاپ کړي. د المان د بهرنیو چارو وزیر په برلین کې وویل: «موږ په خپلو سفارتونو کې امنیتي تدابیر او پرسونل ډیر کړي دي.»
ویسترله وله تر هغه وروسته په خپلو سفارتونو کې د امنیتي تدابیرو د ډیریدو خبره وکړه چې تر دې مخکې مظاهره کوونکو په سودان کې د المان پر سفارت باندې برید کړی وو.

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ هڅه وکړه چې تر یوې کچې پورې د مظاهرو مخه ونیسي. هغه په پاکستاني تلویزیونونو کې د اسلام ضد فلم وغانده. په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د اوباما د تلویزیوني پیغام پر خپرولو باندې شاوخوا ۷۰۰۰۰ ډالر مصرف کړل.

له شلو څخه په ډیرو اسلامي هیوادونو کې تر هغه وروسته له تاوتریخوالي څخه ډکې مظاهرې پیل شوې چې یوه امریکايي وګړي د دې هیواد په کلفورنیا کې داسې یو فلم جوړ کړ چې په کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دﺉ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض