1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزل شاهنشاه، مهدي حسن ومړ

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

وروستۍ ورځې په افغانستان او سیمه کې د هنر د مینه والو له پاره له خفګانه ډکې وې. په کابل کې د استاد هماهنګ تر مړینې وروسته، د پاکستان نومیالی سندرغاړی او د غزل شاهنشاه مهدي حسن، د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې ومړ.

https://p.dw.com/p/15DJY
انځور: dapd

د مهدي حسن کورنۍ منلې ده چې دغه نومیالي سندرغاړي د چهارشنبې په ورځ له اوږدې ناروغۍ وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه له څو کلونو راهیسې له بیلابیلو نارغیو رنځیده. د چهارشنبې ورځ همدار راز د افغانستان د نومیالي سندرغاړي احمد ظاهر د مړینې کلیزه هم ده.

د مهدي حسن، احمد ظاهر او استاد هماهنگ په اړه له المان غږ سره د استاد گلزمان ځانگړې مرکه

مهدي حسن چې د غزل د شاهنشاه په نوم هم مشهور وو د پاکستان په کراچۍ کې په یوه خصوصي روغتون کې مړ شوی دﺉ. د فرانسې د خبري آژانس په حواله د مهدي حسن زوی اصف، د روغتون مخکې خبریالانو ته ویلي دي چې پلار ئې له اوږدې مودې راهیسې د مثانې، سینې او سږو له ناروغیو رنځیده.

د مهدي حسن بل زوی عارف دپاکستان «جیو» تلویزیون ته ویلي دي: «په تیرو ۱۲ کلونو کې زما پلار ناروغه وو خو سږ کال ئې حالت ډیر خراب شوی وو په خاصه توگه تیره میاشت ئې حالت ډیر خراب وو. هغه یوازې د یوې ورځې له پاره له روغتون څخه رخصت شو او په سبا ئې بیرته بستري شو.»

مهدی حسن نه یوازې په پاکستان بلکې په افغانستان او د سیمې په یو شمیر نورو هیوادونو کې خاص شهرت لاره. حسن ډیر وخت په اردو ژبه غزلې ویلي خو د دې سندرغاړې څو سندرې په فارسي ژبه هم ثبت شوي دي. مهدي حسن څو ځلې په رسمي ډول د افغان دولت له لوري افغانستان ته دعوت شوی وو او په دې هیواد کې ئې کنسرتونه ورکړي ول.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلانې، د مهدي حسن د مړینې له کبله خواشینې څرگنده کړې ده. هغه ویلي دي چې حسن د موسیقي عاشقان جادو کړي ول.

د هندوستان نامتو سندرغاړې لتا منگیشکر، هم ویلي دي چې د مهدي حسن مړینه یوه لویه «ضایعه» ده. مهدي حسن په پاکستان، هندوستان او نیپال کې ډیرې جایزې تر لاسه کړې وې. هغه په ۱۹۲۷ کال کې په هند کې زېږېدلی او بیا په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان او پاکستان تر جلا کیدو وروسته پاکستان ته راغلی وو.

په ۲۰۱۰ کال کې د مهدي حسن او لتا منگیشکر وروستې البوم د «تیرا میلنا» په نوم خپور شو. لتا د مهدي حسن له اواز سره ډیره مینه درلوده. مهدي حسن د «لونا» په کلې کې چې د هندوستان په تر ټولو لوی ایالت کې پروت دئ نړۍ ته راغلی وو. د هغه کورنۍ له موسیقي سره ډیره مینه لرله. مهدي حسن له خپل پلار استاد اعظم خان او خپل اکا استاد اسماعیل خان څخه موسیقي زده کړې وه.

حسن د وروستي ځل له پاره په ۲۰۰۰ کال کې په هندوستان کې کنسرت اجرأ کړ. هغه هیله لرله چې یو ځل بیا دغه هیواد ته ولاړ شي او خپلې غزلې ووايي خو ناروغۍ ورته د دې کار مجال ور نه کړ. په وروستیو کې هڅه وشوه چې حسن د درملنې له پاره هندوستان ته ولیږدول شي خو دا کار د هغه د روغتیایي حالت له کبله تر سره نه شو.

مهدي حسن په ماشوموالې کې په سندرغاړۍ پیل وکړ. هغه یو وخت د بایسکل جوړولو په دکان کې کار کاوه او بیا د لویو موټرونو مستري شو. خو د روزگار له سختیو سره سره هغه له موسیقۍ لاس وا نه خیست او هره ورځ به ئې تمرین کاوه. په ۱۹۵۷ کال کې مهدي حسن ته د پاکستان په راډیو کې د سندرو ویلو چانس ورکړل شو.

مهدي حسن نهه زامن او پنځه لوڼې لري. هغه دوه ځلي واده کړی وو او دواړه میرمنې ئې وفات شوې دي. د مهدي حسن ډیر شمیر البومونه په اردو ژبه خپاره شوي دي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم