1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني د تاريخي اثارو بيا رغاول تر پوښتني لاندي دي

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

درې کاله د مخه غزني ولایت د یونسکو سازمان لخوا ، د اسلامي فرهنګ او تمدن د پلازمېني په توګه وټاکل سو او ویل کیږي، دا به په ۲۰۱۳ کال کي په رسمي ډول اعلان سي.

https://p.dw.com/p/Qn4c
په هرات کي هم د تاريخي اثارو د بيارغولو په برخه کي ورته ستونزي سته
په هرات کي هم د تاريخي اثارو د بيارغولو په برخه کي ورته ستونزي ستهانځور: DW

خوددغه اعلان څخه د مخه، یو څه تدابیر باید په پام کي ونیول سي، د ښار په څیره کي باید ښه والی راسي، غزني ښار شین سي او تاریخي ځایونه یې باید ټول ورغول سي.

د غزني ولایت ویاند معروف ایوبي وايي چې د غزني ښار د بیارغاوني کارونه ډیر ناوخته پیل سول او هغوی ډیر کم وخت لري.

ایوبي زیاتوي د نوموړي ولایت د بیا رغاونې پروسه د جمهورریس لخوا څار ل کیږي.

د غزني ولایت ویاند معروف ایوبي وايي ددې ولايت د تاريخي ځايونو لس پروژې چې څه موده مخکې پيل سوي کار يې له ښه کيفيته برخمن نه دی بايد دغه لرغوني ځايونه په هماغه پخوانۍ بڼه ورغول سي.

نوموړې زياته کړې د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت ژمنه کړې چي تر ۲۰۱۳ کاله پوري د غزني په بيلابيلو سيمو کې کابو يو ميليون نيالګي کښېنوي.

۲۰۱۳ کال د غزني د راتلونکي د پاره ډير مهم دی
۲۰۱۳ کال د غزني د راتلونکي د پاره ډير مهم دیانځور: DW

د بلي خوا د غزني ولايت يو شمير فرهنګيان هم د ښار او ددې ولايت د تاريخي ځايونو د بيارغونې پر پڅ کار نيوکه کوي.

خو هغه مسوولين چي د بيارغوني کارونه کوي وايي ټولې دغه پروژې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پروګرام له مخه ددې وزارت د استازي تر څارني لاندې پرمخ ځي او کومه نيمګړتيا پکښي نسته.

« زموږ د کارونو څخه د وزارت لخوا خپله څارنه کيږي، یوکس د اطلاعات او کلتور د وزارت اوبل هم د تاریخي آثارو د ریاست څخه زموږ کارونه څاري.»

د غزني د فرهنګيانو او اوسيدونکو په باور تر 2013 کال پوري لږ وخت پاته دی او بايد تر هغه وخته په بيلابيلو برخو کي عملي کارونه ترسره سي.

احمد فرهاد/ غزني

کتونکی: نجيب الله زيارمل