1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني يو شمېر ځوانان له بېکاريو سر ټکوي

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه

د غزني ولايت ځوانان په دغه ولايت کې د زده کړو له نا سم چاپيريال، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو څخه شکايتونه کوي. دوی وايي که ځوانانو ته کار پيدا سي نو د ډيرو ستونزو مخه به هم ونيول سي.

https://p.dw.com/p/16Q0q
انځور: DW

د دغه ولايت يو شمېر ځوانانو له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، چي په ولايت کي ئې له دولتي ښونځيو پرته شخصي کورسونه نشته، چي دوى پکښې د پيسو په بدل کي زده کړي وکړي.

د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی سيف الله وايي:«په غزني کې زيات شمېر ځوانان بې سواده دي، د کار د نه شتون له امله بېکاره ګرځي او د دولت د نه پاملرني له امله اړ کيږي، چي له وسله والو سره يو ځاى شي او يا هم غلاوو او نورو ناوړه کارونو ته مخه کړي.»

دغه ځوانان غوښتنه کوي، چې دولت دي په بېلابېلو برخو کې ورته اړیني اسانتياوي برابري کړي، چي دوى وکولاى شي په ښه توګه خپلي زده کړي پر مخ بوځي.

د دغه ولايت يو بل اوسيدونکى اسدالله وايي: «په غزني کې بې سواده ځوانان ډيري ستونزي لري. د يو شمېر ئې د لاس ځيني مزدورۍ زده دي، خو مزدوري نه ور پيدا کيږي. که دې ته پام ونه شي، بدي پايلي به ولري.»

د غزني د ځوانانو چارو مديرعبدالاحد مرجان خېل، د ځوانانو يو شمېر شکايتونه پر ځاى بولي او وايي چي د حل له پاره ئې بيړنۍ هڅي کوي.

ښاغلى مرجان خېل له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي زياته کړه: «اوس له ولايت مقام سره په شريکه، پر داسي يوه پلان کار کوو، چي د غزني دولتي ادارو ته د نوو مامورينو د جذب پرمهال هغه ځوانانو ته د اداري اصلاحاتو په ازموينه کې لومړيتوب ورکړو، چي تعليم ئې کړى وي، بېکاره دي او له ځوانانو چارو مديريت سره ئې نومونه راجستر شوي دي.»

د مدني ټولنو فعالين هم په غزني کي د ځوانان روان وضعيت د انديښنې وړ بولي او په دې برخه کې د دولت پر نه پاملرنه باندي نيوکي کوي.

په سيمه کې د نظر خاوند ليکوال او ژورنالېست شيراحمد حيدر وايي، چي د نا امنيو يو عامل دا دئ، چي په غزني کې ډير ځوانان بېکاره دي او اوس هم په سلو کي٧٠ ځوانان د مزدورۍ له پاره بهرنيو هېوادونو، په ځانګړي توګه ايران او پاکستان ته ځي.

د هغه په خبره د زده کړو په برخه کي د ځوانانو گيله پر ځای ده:«همدا اوس د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي هيڅ وجود نه لري او دولت بايد د دې ځوانانو د راتلونکي فکر وکړي.»

غزني د افغانستان په جنوب ختيځ کي له پکتيا او پکتيکا سره پروت هغه ولايت دئ، چې د ډېرو نورو ولايتونو په پرتله نا امني پکښي ډيره ده.

کتونکي په دې اند دي، چې که په غزني کې د ځوانانو زده کړو او د هغوى بېکاريو ته په جدي توګه پام ونه شي، نو کيدای شي چې دغه ځوانان هم له وسله والو او نورو خطرناکو ډلو سره يو ځاى شي، او يا پکښې په نشه يي موادو د اخته کېدو کچه نوره هم لوړه شي، چي بيا ئې مخنيوی گران کار دئ.

فريدالله ظاهر
کتونکی: نجيب الله زيارمل