1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني پېښه د چارواکو له خوا سخته وغندل سوه

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سفندي کلي ته نزدې د دوو تنو جسدونه موندل سوي دي چي یوه ئې نجلۍ او یو هلک دئ. دغه کسان لومړی په تیزابو سوځول سوي دي او وروسته وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14W0m
انځور: picture-alliance/dpa

تيره ورځ د غزني ولايت ملکي روغتون ته دوه داسي جسدونه ور وړل سوي دي چي مخونه ئې سوځول سوي دي او وروسته بيا په گوليو ويشتل سوي دي. ويل کيږي چي دغه کسان د ناوړه اړيکو د درلودلو په تور نيول سوي او بيا وژل سوي دي.

د غزني والي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د وژل سوو کسانو کورنۍ تر اوسه دي حاضري سوي چي خپل مړي يوسي:

«داسي ښکاري چي دغه کسان به د غزني نه وي، ځکه تر اوسه پوري هيڅوک نه دي حاضر سوي چي د خپلو مړو غوښتنه وکړي. دا کيدای سي د نورو گاونډيو ولايتونو اوسيدونکي وي.»

د والي په خبره وژل سوي ماشومان د ښوونځی زده کونکي ښکاري او داسي بې رحمانه وژل سوي دي چي له پيژندلو وتلي دي.

د عاشقۍ په تور د دوو وژل شوو تنکیو ځوانانو وژل په پراخه کچه وغندل شول. د عدلي طب د معلوماتو له مخي ددغو ځوانانو عمرونه ديارلس او پينځلس ښوول سوي دي.

د غزني ولایت د پولیسو مشر زړه ور زاهد وايي چي د تیري ورځي د پیښي په اړه ئې پلټني پیل کړي دي.

د عیني شاهدانو په وینا دغه دوه مړي د اندړو ولسوالۍ د سفندي کلي ته نزدې په داسي حال کي دوی وموندلي دي چي مخونه ئې په تیزابو سوځول شوي وو او وروسته په ګولیو ویشتل شوي ول.

د غزني امنیه قوماندان زړه ور زاهد دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته د تليفون پر ليکه وويل، چي یو پینځلس کلن هلک او یوه یولس کلنه نجلۍ کيدای سي د نامشروع اړیکي په تور وژل سوي وي:

«د دغو دوو کسانو مړي مو د خلکو په همکارۍ په یوه نزدې هدیره کي په بد حالت کې وموندل».

دا په غزني کي د خپل ډول لومړي پیښه ده چي دوه ماشومان په داسي تور وژل کیږي.

د غزني د اسفندي د کلي یوه موټر چلوونکي سمسور دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته وویل چي دا دوه ماشومان په بې رحمانه توګه له کوم جرم پرته وژل شوي دي.

هغه وویل چې دوی داسي هیڅ شواهد نه لري چي دغو ماشومانو دي کوم ناروا کار کړی وي او که کومه تیروتنه هم ترینه شوي وي نو باید ورسره قانوني چلند شوی وای نه دا چي په بې رحمي لومړۍ په تیزابو سوځول شوي او بیا وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دغه پیښه سخته غندلې ده. د کمېسیون په وینا چي طالبان په دغه ډول کړنو د خلکو په مینځ کې ویره اچوي او غواړي خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.

ویل کیږي چي د دغو دوو تنکیو ځوانانو مړي اوس په غزني ولايت کي خاورو ته سپارل سوي دي.

د افغانستان د کورنیوو چارو وزارت وايي چي د غزني پولیسو ته ئې دنده سپارلې ده چي د پیښي عاملان ژر تر ژره ونیسي اود قانون منګولو ته ئې وسپاري.

تردي دمخه په کندز کې هم په یوه ورته پیښه کې یوه پېغله نجلۍ د وسله والو طالبانو له لوري په تیزابو په دې تور سوځول شوي وه چي له یوه ځوان سره ئې نا مشروع اړیکي ټینګولې.

دغه پیغله ګلناز نومیده چي وروسته بیا د درملني له پاره کابل ته وړل سوې وه.

د غزني د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا په غاړه نه دئ اخيستی او طالبانو هم تر اوسه پوري په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل