1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې په کړکېچ کي نوي هيلي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

آيا لنډمهاله اوربند به په دايمي اوربند بدل سي؟ اسرائيل په هرحال د اوسني اوربند غځولو ته تيار دی. د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو په نظر تر اوسه پوري وينه تويونه «موجه» وه.

https://p.dw.com/p/1Cqbw
انځور: Reuters

د اسرائيلو يوه حکومتي چارواکي ويلي دي چي «اسرائيل هيڅ ستونزه نه لري چي دغه اوربند بې له قيد و شرطه اوږد کړي. دغه اوربند په غزې تراډه کي تر څلورو خونړيو اونيو وروسته د سه شنبې په ورځ د ۷۲ ساعتونه له پاره اعلان سو چي د جمعې په ورځ پر محلي وخت سهار ۸ بجې پای ته رسيږي.

تر دغه اوربند دمخه د رسمي شمېرو له مخي نزدې ۱۹۰۰ فلسطينيان چي ډيری يې ملکي وگړي دي او ۶۷ تنه اسرائيلي وگړي وژل سوي دي.

د اوربند په دوهمه ورځ هم کومه پيښه رامنځ ته نه سوه او اسرائيلو له غزې تراډي څخه د خپلو ۲۷۰۰۰ احتياطي عسکرو په ايستلو پيل وکړ.

بېلابېل دريځونه

له بلي خوا د مصر په پلازمېنه قاهره کي د يوه دوامداره اوربند د ټينگولو له پاره خبري اتري رواني دي. د چهارشنبې په ورځ د اسرائيلو او فلسطينيانو استازو د مصر و منځگړي ته خپل دريځونه ولېږل. تر اوسه پوري مخامخ ملاقات سوي نه دي.

په داسي حال کي چي فلسطينيان له غزې تراډي څخه د کلونو کلابندۍ او فلسطيني بنديانو د آزادولو غوښتنه کوي، اسرائيل وايي چي لومړی بايد په غزې تراډه کي د حماس ډله بې وسلې سي او دغه ساحلي سيمه غيرپوځي سي. خو حماس د بې وسلې کولو غوښتنه رد کړې ده.

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامن نتانياهو پر غزې باندي د خپل پوځ د يرغل دفاع کوي. هغه په بيت المقدس کي ويلي دي چي دغه څلور اونيز تعرضي عمليات «موجه» او «متناسب» ول، که نه نو دا به غير منطقي وای چي «د خپلو وگړو دفاع نه وسي او تروريستانو د هغوی د وژلو اجازه ورکړل سي.»

نتانياهو د ملکي وگړو پړه پر حماس ډلي واچوله. هغه زياته کړه چي هغوی له ملکي وگړو څخه د سپر په توگه کار واخيست او په مسجدونو او ښوونځيو کي پټېدل او له هغو ځايونو څخه يې پر اسرائيلو باندي توغندي توغول. هغه وويل: «آيا يو تروريستي سازمان اجازه لري چي په زرونو توغندي پر ديموکراسي لرونکو ښارونو باندي وتوغوي؟» هغه زياته کړه دابه ډيره ستره غلطي وای که اسرائيلو د خپل ځان د دفاع اجازه نه وای ورکړې.

نتانياهو دغه راز د محمود عباس په مشرتوب د فلسطين له خپلواکمني ادارې سره همکارۍ ته تياری وښود. هغه وويل چي له فلسطينيانو سره تر ټولو اړينه امدادي مرستي او په امنيتي مسائيلو کي بايد همکاري وسي.

«وروستی وار»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د دغه سازمان په عمومي غونډه کي ويلي دي چي له فلسطينيانو سره به په بيا رغاونه کي مرسته وکړي. هغه ويلي دي: «موږ به غزه بيرته ورغوو، خو دا بايد وروستی وار وي.» هغه زياته کړې ده «چي په غزه، د اوردن سيند په لوېديځه غاړه او اسرائيلو کي بايد دغه گرځنده ژوند پای ومومي.»