1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني سل ورځي پوره سوې خو حکومت لا جوړ نه دی

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۶, سه‌شنبه

سل ورځي کيږي چي د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني واک ته رسېدلی، خو تر اوسه ئې لا کابينه جوړه نه ده او هيواد ئې له يوه سياسي بن بست سره مخامخ دئ.

https://p.dw.com/p/1EFSC
انځور: picture alliance/AP Photo/Rahmat Gul

د افغانستان د «ملي وحد» حکومت ته ستر چيلينج د کابيني جوړول دي. دغه حکومت د تيرکال د سپتمبر مياشتي پر ۲۹ نېټه، تر دوه ټپاله جنجالي انتخاباتو وروسته جوړ سو.

غني تر هغه وروسته له خپل سيال عبدالله عبدالله سره د «ملي وحدت» حکومت د جوړولو پريکړه وکړي، چي په هيواد ئې د کورني جنگ د پيلېدو گواښ موجود وو.

خو تر اوسه هم کابينه جوړه نه ده او جمهور رئيس غني او اجرائيه رئيس عبدالله د دوو وزارتونو (کورنيو او دفاعي چارو) پر سره، سره سلا سوي نه دي او هر يو ئې غواړي خپل کانديد ورته معرفي کړي.

غني په دغو سلو ورځو کي په وارو وار له خپل ملته د صبر غوښتنه کړې ده، څو په خبره ئې يوه سالمه کابينه جوړه کړي.

دغه سياسي خلا په يوه خورا اساس وخت کي رامنځ ته سوه. له يوې خوا نړيوال مرستندوی امنيتي ځواک (ايساف) د دسمبر مياشتي پر ۳۱ نېټه په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت پای ته ورساوه، له بلي خوا وسله والو طالبانو په ژمي کي خپل يرغلونه ډېر کړي دي.

په افغانستان کي به اوس هم نزدې ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر پاته سي، چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزنه او سلا مشورې ورکول او له تروريزم سره مبارزه ده.

د کار پوهانو په نظر د کابينې نه جوړښت د دې سبب سوی دئ، چي د افغانستان اقتصاد نور هم کمزوری سي او هغه هيوادونه چي غواړي له دغه هيواد سره مرسته وکړي، حکومت نسته چي تړونونه لاسليک کړي.

د سياسي چارو افغان کارپوه مياگل وثيق وايي: «نړيواله ټولنه له فساده پاکه او جواب ورکوونکې کابينه غواړي.»

غني د خپل کار په لومړۍ ورځ له امريکا متحدو ايالاتو سره هغه امنيتي تړون لاسليک کړ، چي تر ده دمخه جمهور رئيس کرزي ئې له لاسليکولو څخه ډډه کړې وه. دغه تړون امريکايي لښکر ته په افغانستان کي د حضور زمينه برابره کړه.

غني دغه راز له واشنگټن سره چي د افغانستان ستر تمويلوونکی دی د کرزي د حکومت پرمهال د سړو سوو اړيکو د بيرته گرملو هڅي پيل کړې.

هغه دغه راز له پاکستان سره، چي ويل کيږي د افغانستان د سولي په پروسه کي پوره مرسته کولای سي او په خاوره کي ئې وسله وال ياغيان پټيږي خبري پيل کړې.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ته نژدې يوه چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي ډېر ژر به کابينه اعلان سي.

هغه ويلي دي: «د کابينې جوړولو په برخه کي ډېر پرمختگ سوی دئ.» هغه زياته کړې ده: «کابينه تقريباً جوړه سوې ده او د رواني اوونۍ تر پايه پوري به معرفي سي.»