1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د غني پروگرامونه بايد عملي سي»

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي په خپله لومړنۍ وینا کې د اداري فساد پر ضد مبارزې باندې ټینگار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د موازي حکومتونو فعالیتونو ته به د پای ټکی کښیږدي.

https://p.dw.com/p/1DMgY
انځور: dapd

څیړونکي وایي چې اشرف غني احمدزي په اصل کې د افغانستان د خلکو د زړه درد بیان کړ او د سالمې حکومتدارۍ له پاره د هغه پرواگرمونو خلکو ته یوه نوې هیله ورکړې ده. خو کارپوهان وایي که چیرې نوی ولسمشر د خپلو ژمنو په عملي کولو و نه توانیږي نو په یوه ناکامه رهبر به واوړي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په دې و نه توانید چې په خپل حکومت کې اداري فساد مهار کړي. څېړونکي وایي چې د ښاغلي کرزي ضعف دا وو چې د هغه په حکومت کې «ظالم، مظلوم او مظلوم ظالم» وشمیرل شو. د کارپوهانو په آند د دولتي شتمنیو غصبول، د وسله والو کسانو زورواکي، په دولتي ادارو کې په کار کې خنډ اچونه او بډې اخیستل هغه ضعفونه ول چې افغانستان یې نړۍ ته د یوه فاسد هیواد په توگه وروپيژاند.

نوي افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۲۹مه) د لوړي په مراسمو کې وویل: «دلته غواړم په ټینگار سره ووایم چې موږ به د هیواد په ادراو کې اداري فساد و نه زغمو.» همداشان نوي ولسمشر د ولس له استازو څخه وغوښتل چې د مامورینو د عزل او نصب له پاره وزارتونو ته ولاړ نه شي او د هر وزارت هر کال د خپل کار په اړه پارلمان ته رپوټ ورکړي.

څیړونکي وایي چې د ولسمشر اشرف غني احمدزي د پروگرامونو به هغه وخت هرکلی وشي چې هغه په عمل کې ثابت کړي. د سیاسي چارو کارپوه میر احمد جوینده وایي: «که چیري جدي اراده موجوده اوسي او [نوی ولسمشر] د فاسدینو مخه ونیسي، دغه پروگرامونه به عملي شي.»

د څیړونکي په آند د مخدره موادو مافیا او د ځمکو او فساد مافیا هغه څه دي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د پیسو او واک خاوندان شوي دي او په وینا یې د نوي ولسمشر د اصلاحي پروگرامونو پر وړاندي به اصلي خنډونه وي.

تل پاته سوله

نوي ولسمشر پر دي خبره ټینگا وکړ چې د قانون او عدالت د تطبیقولو، د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو، د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو او د تعلیم او زده کړو د زمینې د برابرولو له لاري به په افغانستان کې تل پاته سوله بنسټیزه کړي. هغه ژمنه وکړه چې د موازي حکومتونو فعالیتونو ته به د پای ټکی کښیږدي.

همداشان اشرف غني احمدزي له طالبانو او حزب اسلامي څخه وغوښتل چې د جگړې پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي. نوي ولسمشر له ملا امامانو او مولویانو وغوښتل چې له مسجدونو څخه د سولي غږ پورته کړي.

د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې تل پاته سوله له فساد سره د مبارزې، د عدالت او قانون له تطبیقیدو سره تړلې ده او په وینا یې په هغه صورت کې چې ولسمشر وکولای شي په دغه برخو کې خپلي ژمني عملي کړي، نو د ناامنۍ مهمه برخه به یې مهار کړې وي.

د امنیتي چارو د شنونکو په وینا د طالبانو ډله، غیر مسئوله وسله والي ډلي او زورواکان چې له قانون څخه دباندي عمل کوي په افغانستان کې هغه موازي حکومتونه دي چې خلک زوروي او له حکومته باج اخلي.

د امنیتي چارو کارپوه جنرال عبدالهادي خالد، وایي که چیري ښاغلی احمدزی په دې وتوانیږي چې د دغو ډلو فعالیتونو ته د پای ټکی کیږدي، نو په وینا یې واقعي سولي ته بته ثبات وروبخښي.

عبدالهادي خالد، زیاته کړه: «که چیري فساد له پاسه هدف ورگرځول شي، زه فکر کوم [ښاغلی احمدزی] به ښه زعیم وي او ټول ملت به د هغه پر شاوخوا راټول شي او جگړه به په پای ومومي.»

افغانانو د نوي ولسمشر د څرگندونو هر کلی کړی دی. د کابل ښار اوسیدونکي وایي په هغه صورت کې چې اشرف غني د عدالت پر ټینگولو او د کاري فرصتونو د زمینې په برابرولو وتوانیږي، د خلکو له ملاتړ څخه به برخمن شي.

د عین الدین په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي: «ډیره ښه خبره ده چې جمهور رئیس ښه حکومت جوړ کړي. ځوانان د بې وزلۍ او بې روزگارۍ له کبله پر غلطو لارو درومي.»

د اشرف په نوم د کونړ ولایت یو اوسیدونکی وایي چې د افغانستان د نوي ولسمشر د سولې پروگرام ته خوشبینه دی او هیله څرگندوي چې نوی ولسمشر به سوله ټینگه کړي: «هیڅوک جنگونه نه غواړي. هر څوک غواړي چې د سولي او آرامۍ په فضا کې ژوند وکړي. جگړې د حیواناتو کار دی، نه د انسانانو.»

افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د یوه ولسمشر او یوه اجرائیوي رئیس درلودونکی وي. د افغانستان عام وگړي له دواړو مشرانو غواړي چې د سیالیو پر ځای، په سوله ییزه توگه خپل اصلاحي پروگرامونه تطبیق کاندي.