1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غوايي د اوومي او اتمي د قربانيانو خاطرې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د ۱۳۵۷ کال د غوايي د مېاشتي د اوومي نېټې او د ۱۳۷۱کال د غوایي د مياشتي د اتمي نېټې بدلونونه د افغانستان په تاریخ کي دوې جلا جلا تاریخي پيښي دي، چي یوه د بلي په مقابل کې ځای مومي.

https://p.dw.com/p/14koG

خو د پاېلو له مخي، ددغو جګړو د قربانیانو او تاواني شویو وګړو له پاره یوه له بله څه توپير نه لري، خو له دې سره سره دغه دوې پيښي اوس هم خپل خپل مدافعان لري.

د غوایي اوومه، چي د داودخان د جمهوري رژیم پرخلاف د خلقيانو له کودتا سره برابره ده، په افغانستان کي د بېرحمانه وژنو پېلامه بلل کېږي. او د ثور له اتمي، چي د جهادي ډلو د بریالیتوب له ورځي سره برابره ده، سره له دې چي د ځنو وګړو له پاره د غوایي د اوومي د پيښي ادامه بلل کېږي د افغانستان د اسلامي دولت لخوا د مجاهدینو د بري د ورځې په توګه لمانځل کيږي. خو د قربانیانو له نظره ددغو دوو پېښو ترمنځ څه توپیر نشته.

«د بې کسۍ درد»

ګلالۍ، هغه شپېته- اویاکلنه مېرمن ده، چي مېړه يې د کمونیستي حکومت په دوران کې له لاسه ورکړی دئ. د ګلالۍ مېړه، یو غریبکاره وګړی وو، چې خپل خوږ ژوند یې په کابل کې د کار کولو پرمهال له لاسه ورکړ. ګلالۍ چې د مېړه مړیني او بېوزلۍ د زړښت پرمنګ ودروله، پوره په یاد نه لري، چي مېړه یې څه مهال وژل شوی دئ، خو وایي، چې د کمونیستي حکومت پر مهال وژل شوی دئ.

د ګلالۍ درد یوازي د مېړه له لاسه ورکول نه دي. د لمسي د ورکېدلو درد ددې لامل شوی، چې د ګلالۍ یوازینی زوی رواني تعادل له لاسه ورکړي دئ. ګلالۍ: «نور هغه (مېړه) څوک نه لرل، نه یې ورور، نه یې خور وه، هېڅوک یې نه لرل. اوس مي زوی هم نه ورور لري او نه بل څوک. د زوی مې، چې خپل زوی یې ورک شوی دئ، اعصاب یې خراب شوي دي.» ګلالۍ، چې اوس یې سترګو پردې اچولي او په سمه توګه څه شی نه شي لیدلای، هره ورځ خپله لمسۍ، چې یوه اووه- اته کلنه نجلۍ ده، خپله لکړه ګرځوي، او پر هغې باندي په تکيې سره په مرسته او کمک پسې ګرځي، خو څوک ورسره کمک نه کوي.

ګلالۍ اوښکې تویوي او داسي کیسه کوي: « خدای دې مرسته وکړي. وکیلانو ته ورغلم او ومي وېل، چې نوم مي د کونډو په ليست کې ولیکی. کوڅه وال- کوڅې وکیل دست خط کړ، د جومات ملا دستخط کړ، ټاپه (مهر) یې کړ، را مي وړ،- مرستندویه ادارې- قبول نه کړ.»له رواني پلوه د ګلالۍ ناروغ زوی، خپله زړه او ناروغه مور او خپله ماشومه لورکۍ وهي ډبوي. هغه د خپلې مور لاس مات کړی دی. ګلالۍ وایي، دا چې هغوی پېسې نه لري، نو هېڅ ډاکتر هغه او زوی ئې نه معاینه کوي.

ګلالۍ د خپلي اته کسيزه کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو له پاره هېڅ سرچینه نه لري. زوی یې اعصاب له لاسه ورکړي دي او نږور یې د هغه په پالنه لګیا ده. خپله زړه او ناروغه ده، مشر لمسی یې چي څوارلس کلن وو، له څه مهاله را په دېخوا ورک دئ، ګلالۍ پنځه لمسیاني لري، چې مشره یې د لسو کالو ده: «څوک زموږ ورنه را خلاصوي. بېوزلي یو، بېچاره یو، څه شی نه لرو. څوک چې زموږ ور را خلاصوي، وایي، چې ماته پېسې راکړئ. په خدای که یو ځل هم څوک زموږ احوال واخلي. زموږ ور څوک نه را خلاصوي، چې موږ چېري یو او چېري نه یو.» اوښکې اجازه نه ورکوي، چې نورې خبري وکړي.

له ګلالۍ، مې وپوښتل، چې له دولت څخه څه غواړي؟ وایي: «خدای دې دولت وساتي، څه وغواړم! چې په درد مې ونه خوري؛ نو زه څه ووایم! په درد مې چې ونخوري؛ په بده ورځ کې ماسره مرسته ونه کړي، خپله هم دباندي نه شم وتلای!»

«لومړی مې چې د مېړه جسد ولید»

حميده، د بلي دورې د قربانیانو استازې ده؛ هغه دوره، چې ۱۳۷۱ کال د غوایي په اتمه نېټه پېل شوه، چې په پېل کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوې وه. مېرمن حمیدي، خپل د ژوند ملګری د مجاهدینو د حکومت د پېل د دورې د ډلبندیو ترمنځ د جګړو په لومړنیو ورځو کې له لاسه ورکړ.

حميده د خپل مېړه د ژوند د وروستیو ورځو کیسه کوي: «ډېر به ګرځېده او خپله وصېتپاڼه یې لیکلې وه. وېل به یې زه د سبا ورځي تر لسو بجو پوري ژوندی یم. همدا مي په غوږ کې وه، چې زه د سبا ورځي تر لسو بجو پوري ژوندی یم.» خپل ماشومان مي د دیوال له څنګه ویدول، چې چرې ورباندي ونه لګېږي. لسو بجو ته پنځه دقیقې پاته وې، چې له کوره ووتم. مېړه مي را غږ کړ، ودرېږه، چي زه تا ترهغه ځایه ورسوم، چې خپله په کې وژل کېږم. هډوکي (اروا) یې خبره شوې وه!»

حميده له هغي ورځي، چې له خپل مېړه جلا کېږي، او د کابل ښار بلې برخي ته کډواله کېږي؛ تر دوو ورځو پوري له خپل مېړه څخه هېڅ خبر نه لري. هغه خپل ماشومان په یوه سیمه کي یوازې پرېږدي او د خپل مېړه په لټه پسې راوځي. کله چې خپلې اصلي سیمې ته رسېږي، خلک راز راز خبري ورته کوي؛ ځيني د مېړه د اسیرکېدلو خبره کوي، خو ځيني بیا وایي، چې مېړه یې ټپي شوی او اوس په روغتون کې دی.

مېرمن حمیده غواړي د روغتون پر لور حرکت وکړي، خو خلک هغه د جومات پر لور بیایي. کله چې په جومات کې د خپل مېړه مات او په وینو لړلی بایسکل وینې پوهېږي، چې مېړه یې نور ژوندی نه دی:«د سیمې خلکو ما ته خبري کولې، چې څټ مې د مېړه جسد ته ور واوړي، چې بیا یې مخ را لوڅ کړي. هرڅومره مي چې غالمغال کاوه، او وېل مي، چې دغه بایسکل ټوټه ټوټه شوی او په وینو لژند دی، همدا مي د مېړه بایسکل دی؛ هغوی وېل چې نه دا ستا د مېړه بایسکل نه دی؛ ګاونډیانو وېلې! بیا چې خپله ور تاو شوم، یو ځل یې را غږ کړ، چې دیخوا وګوره! خپل مخ مي چې ورواړاوه، ومي لیدل، چې مېړه مي مړۍ مړۍ شوی.»

مېرمن حمیده اوس د قربانیانو له شورا سره کارکوي او له دې لاري، په مېاشت کې درې زره افغانۍ تنخوا تر لاسه کوي. د هغې په خبره، دولت ټول کال کې هغوی ته یو نیم زر افغانۍ ورکوي، چې هغه هم ددغو پېسو د اخيستلو په رشوت کې ځني ځي.

حميده د ژوندانه د ستونزو په اړه وایي: «(د کابل) په ګلخانه کې مي د کرایې ورکولو وس نه درلود، کرایه یې راباندي لوړه کړه، درې زره روپۍ (افغانۍ) یې کړه. د ورور کره ولاړم. ورور مې هم اوس له موږ سره شخړه کوي.» د حمیدې د ورور مېرمن، چې سر یې د مجاهدینو خپلمنځي جګړو په دوره کې، صدمه لیدلې ده، نور نو خپل رواني تعادل له لاسه ورکړی دی. هغه مهال چې مېرمن حمیده غواړي هغه روغتون ته بوزي، وایي چې «ما وړې، چې بیا مي ووژنې!»

ګډ درد

عارف، هغه ځوان دی، چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرمهال، چې دی ماشوم و، خپل پلار یې له لاسه ورکړ:« د دیارلسو کلونو په شاوخوا کې وم. سهار مهال پلار ووېل، چي ځي او د کوپون مواد راوړي! یو کوپون زما د مور د کاکا وو، هغوی له موږ سره اوسېدل، یو بل کوپون زما د مور د کاکا د زوی وو، چې موږ ته یې سپارلی وو، او خپله یې اړتیا نه ورته لرله، او یو بل کوپون مو په پېسو را نیولی وو. پلار مې د کوپون په موادو پسې «ده نو ده بوري» ته ولاړه. همدا مهال توغندي لګېدل. موږ هغه ته سترګي په لار وو؛ خو له پيښي ناخبره!»

عارف، د وروستي ځل له پاره، د خپل پلار مخ په هديره کې ولیده: «موږ خپله خبر نه وو. لس بجې به وې، چې دوستان راغلل او د ګاونډي په انګړ کې راټول شول. بیا یې موږ له ځان سره واخيستو؛ هدیرې ته یې بوتللو. لومړی مي کاکا نه غوښتل، چې ما ورسره بوزي. زه نو نور نه پوهېدم، چې د پلار مي کوم ځایونه ټپي شوي دي. ما یې همهغه وخت کې یوازي مخ ولید، چې راته رالوڅ یې کړ، ښه مې په یاد دي.»

عارف او کورنۍ یې تر دوو ورځو پلټنو وروسته، خپل پلار د ښار په یوه روغتون کې؛ د نورو جسدونو په منځ کې ومونده. له هغه وروسته، د تنظیمي جګړو پر مهال، د هغه د ماما لور ټپي شوه، چې اوس مهال معیوبه ده، او د ماما زوی یې چې د هغوی په ګاونډ کې اوسېده، وژل شوی دی.

د پلار له مړینې وروسته عارف یوازینی زوی دی، چې د کورنۍ له پاره ډوډۍ پېدا کوي. هغه دمګړۍ د قربانیانو له پاته شویو وګړو سره کار کوي. هغه یوې نادولتي ټولنې ته د تېرو دریو لسیزو د قربانیانو کیسې راټولي کړي دي او د هغه په خپله وینا: «له قربانیانو سره یو ځای یې ژړلي دي.»

عارف وایي: «یو هغه دلیل، چې زه له قربانیانو سره همکاري کوم، دادی، چې خپله هم د جګړې قرباني یم. له قربانیانو سره ګډ درد لرم. فرق نه کوي، چې پلارمې د نجیب په دوره کې له لاسه ورکړی دی! او دوی خپل خواخوږي د تنظیمونو د دورې په خپلمنځي جګړو کې له لاسه ورکړي دي. ځکه چې موږ ټول یو ګډ ټکی لرو، هغه دا چې موږ ټول قرباني شوي يو. ځکه نو زه له دوی سره همکاری کوم.»

یاددښت: حمیده او ګلالۍ، مستعار نومونه دي.

عارف فرهمند/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل