1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غوراوي په کمېټه کي د مدني ټولني استازی مشخص سو

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

د غوراوي کمیټې له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه یوه اوونۍ وخت وغوښت، چي د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون پنځلس تنه نوماندان ولسمشر ته وروپیژني. د ټاکنو د شکایتونو کمیسېون، ټاکنیزو سرغړونو ته د رسیدګۍ تر ټولو ستره مرجع ده.

https://p.dw.com/p/19aEH
. Auf dem Bild ist das Schild des afghanischen Wahlkommission zu sehen. Hussain Sirat, DW-Mitarbeiter in Kabul hat dieses Bild am 10.12.12 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Schild der afghanischen Wahlkommissionانځور: DW

په پام کې وه چې دغه کمیټه به د یکشنبې تر ورځې پورې د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون د نوماندانو نوملړ ولسمشر ته وړاندي کړي، خو د مدني ټولنې د څوکۍ د خالي پاتېدو په دلیل دغه کار وځنډید.

د غوراوي کمیټې ویاند او د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د سپتمبر میاشتې دوهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «دا چې زموږ ولسمشر غواړي دغه ملي پروسه ژر جوړه شي، ټاکلې نیټه یې تیره ورځ پاې ته ورسیده. موږ هڅه کوو چې دغه پروسه په یوه اوونۍ کې سر ته ورسوو، که بیا هم په دغه موده کې یې کار بشپړ نه شو دغه موده بیا هم تمددیږي.»

ښاغلي مسلمیار په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې مدني ټولنه هم په دې اړه یوه جوړجاړي ته رسیدلې ده چې خپل یو استازی د غوراوي کمیټې ته وروپیژني: «سر له ننه ایوب زاده صاحب، د غوراوي په کمېټه کې ګډون کوي او نن به په خپل کار پیل وکړي.»

د غوراوي کمیټې د کار د پیل پر وخت مدني نهادونو دوه تنه د خپلو استازو په توګه نوموړې کمیټې ته معرفي کړل. خو په دې دلیل چې د غوراوي په کمیټه کې د مدني ټولني له پاره یوازي یوه چوکۍ موجوده وه، دغه چوکۍ خالي پاته شوه.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) عمومي مشر نادر نادري او د ټاکنو د شفاف بنسټ په نوم د سازمان مشر محمد نعیم ایوب زاده د مدني ټولنې د استازو په توګه معرفي کړل شوي ول، خو د قانون له مخې مدني ټولنه د غوراوي په کمېټه کې یوازي یوه چوکۍ لري.

د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون د غړو د غوراوي پروسه، د مدني ټولنې د استازو د حضور پرته تر سره شوې ده.

د ټاکنو د کمېسیون د غړو د ټاکل کیدو په تعقیب، مدني ټولني د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ۲۰۱۴ کې د تر سره کیدونکو ټاکنو په اړه خپلې انديښنې څرګندي کړې.

د غوراوي کمیټې تیره ورځ مدني نهادونو ته یوه ورځ وخت ورکړ، چې خپل استازی دوی ته وروپیژني.

د ښاغلي مسلمیار په وینا د مدني ټولنې درې تنو استازو نن ورځ په دې توافق وکړ چې خپل یو استازی د غواروي کمیټې ته وروپيژني: «په اصل کې د مدني ټولنې څخه درې تنه معرفي شوي ول. خو له بده مرغه نادري صاحب نن را نغی. د مدني ټولنې د دوو تنو استازو له ډلې څخه یو تن له خپلې نوماندۍ تیر شو او په دې ترتیب یو تن د مدني ټولنې د استازي په توګه معرفي شو.»

دا په داسې حال کې ده چې نادر نادري تیره ورځ د انتخاباتي کمیټې له پاره له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شوی وو.

محمد نعیم ایوب زاده وویل چې د ډیر شمیر مدني ټولنو له ملاتړ څخه برخمن دی: «که چیري بحث پر اکثریت باندې وي، نو زیاتره نهادونو د غوراوي په کمیټه کې زما له حضور څخه ملاتړ کړی دی او هیله من یم، چې دغه ستر مسئولیت په بې پرې توب سره سر ته ورسوم.»