1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غور او غزني قصيدې

استاد حبيب الله رفيع۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

قصيده د ختيځ ادب يوه زړه، مړه، مهمه، ارزښتناكه، خوږه، پخه او ښايسته برخه ده چې د ژوند خوږې – ترخې، لوړې – ژورې، هسكې- ټيټې، غمونه او خوښۍ ټول په كې انځورېږي.

https://p.dw.com/p/R9Qd
انځور: DW

درنو لوستونکو نن به پر بوللو يا قصيدو او په ځانګړې توګه دغور او غزني پر قصيدو خبرې كوو.

د قصيدې بېلابېلې برخې لكه تشبيب، نسيب، تغزل، گريز، مطلب، طلب او نور د بېلابېلو رنگونو، خوندونو، كيفونو او اندونو لېږدوونكي او بيانوونكي دي.لومړنۍ قصيدې چېرې وزېږېدې اوپه كوم ادبزار كې يې د ښكلا وږمې خورې كړې؟ دا لا تر اوسه داسې پوښتنه ده چې بشپړ ځواب يې نه دى موندلى.

لرغونې آريانا د ادب زانگوده، دا ځكه چې د آريانا د ژوندانه تر تاريخ وړاندې او تاريخي دورې تر منځ يوه بله دوره د داستانونو او سرودونو دوره ده، په دې دوره كې ويدي سندرې وزېږېدې او وپنځېدې، چې خپل ځانګړى جوړښت يې درلود، په كسرونو او بندونو ولاړې وې او د پښتو په اولسي سندرو كې يې لا تر اوسه هم شكلي او فكري رنگ شته، خو دا چې دې لرغونو سندرو قصيده وشمه يا د قصيدې په بڼه نمونې درلودې كه نه؟ ځينې ادبپوهان عقيده لري چې په پهلوي كې داسې سندرې موجودې وې چې جوړښت يې اوسنيو قصيدو ته ورته دى لكه د پهلوي دا زړه سندره:

دارم اندرزى ازداتاگان

از گفت پيشينگان

خو حقيقت دا دى چې د پښتو او دري كومې قصيدې چې د افغانستان په اسلامي دوره كې رامنځ ته شوې، له عربي قصيدو څخه يې رنګ اخلي چې بيا آريايي، خراساني او افغاني خوند هم پرې ورګډ شوى او د قصيدې كړه وړه يې د ځايي ادب له كړو وړو څخه اخيستي دي.

په عربي كې قصيده تر اسلامي دورې وړاندې هم ډېره معتبره او مشهوره وه او په عربو كې يې ډېر قدر درلود، عربو شاعرانو به د خپلو اتلانو ميړانې او وياړنې په قصيدو كې انځورولې او په پرګنو كې به خوله په خوله ګرځيدې، د قصيدو مقابلې به كيدلې او د مكې په عكاظ بازار كې به د قصيدو منظمه مقابله وه، هر شاعر به پر ديواله خپله قصيده ځړوله او نور شاعران به يې مقابلې ته رابلل، معلقات سبعه يا اووه ځړول شوې قصيدې د دې دورې مشهورې قصيدې دي چې د عربي ادب د بنسټ ډبرې جوړوي.

عربي قصيده چې د ستاينې له پاره ځانګړې شوې وه، لومړى خراسان ته هم په خپله اصلي بڼه راغله او خراساني شاعرانو به هم د خپلو پاچايانو ستاينې په عربي ژبه كولې، د ۲۵۰ هجري كال شا او خوا چې يعقوب ليث په سيستان كې د خپلواكۍ بيرغ ورپاوه او غوښتل يې چې د خپل هيواد خپلواكي، برم، عظمت او كلتور وساتي نو يوه شاعر په يوه عربي قصيده كې د ده دا قيام او اقدام وستايه او غوښتل يې چې صله او جايزه ترې ترلاسه كړي خو ده په تريو تندي ورته وويل:

“داسې خبرې ولې كوې چې زه نه پرې پوهېږم”

له دې خبرې سره د يعقوب د دربار لوى منشي چې د ده په فكر او مرام ښه پوه ؤ، ولاړ شو او په دري ژبه يې د ده په ستاينه كې قصيده وويله او تر دې وروسته د شاهانو ستاينې شاعرانو د دوى په خپله ژبه وكړې.

قصيدې تر دې وروسته د پرمختګ په لوري گامونه پورته كړل، چې د سلطان محمود غزنوي په دوره كې د اوج او موج پوړۍ ته وختله او قصيده ويونكي شاعران يې داسې ونازول چې له سرو او سپينو زرو سره يې وتلل.

همدا وخت د غور دربار د غزني د رقيب دربار په توګه په هيواد كې موجود ؤ چې ژور رقابت يې سره درلود، د واك جګړه يې تر منځ روانه وه او خونړۍ وسله والې جګړې به يې تر منځ پېښېدلې. د سياسي رقابت تر څنګ د دوى تر منځ يو ادبي رقابت هم موجود ؤ او لكه څنګه چې د غزني په دربار كې دري ادب روزل كېده همداسې د غور په دربار كې د پښتو ادب روزنه او پالنه روانه وه او لكه څنګه چې په غزني كې د ستاينو او ويرنو قصيدې دود وې همداسې په غور كې هم د ستاينو او ويرنو بوللې ويل كېدلې.

زه له اوږدې څېړنې تېرېږم او دلته يوازې پر هغو دوو قصيدو غږېږم چې يوه د غور د امير، محمدسوري په ويرنه كې ويل شوې او بله بيا د غزني د سلطان محمود پر مړين پنځېدلې ده.

دا دواړه شاعران هم د يوه دور دي او دواړه پاچايان هم. د غور شاعر شيخ اسعد سوري دى او د غزني شاعر فرخي سيستاني. دواړې قصيدې د دواړو شاعرانو تر پېژندگلوۍ او رابطې پرته ويل شوې او سره نژدېوالى يې د توارد له بابه دى. موضوع يې ډېره سره ورته ده، محمدسوري د غور پاچا د پنځمې پېړۍ په لومړيو كلونو كې د ۴۰۵هجري قمري كال شاوخوا د سلطان محمود غزنوي له خوا د غور په آهنگرانو كې محاصره او بيا محبوس شو چې غزني ته يې راووړ او هلته په بند كې له ډېره غيرته ومړ، اسعد سوري چې د ده د دربار شاعر او په جنګي معركه كې ورسره ؤ د ده دې مظلومانه مړينې سخت وځوراوه او د ده په مړينه يې د غور د غم انځورگري وكړه خو سلطان محمود غزنوي تر دې پېښې ۱۶كاله وروسته په خپل مرگ مړ شو او فرخي يې د مړينې پر وخت د غزني غمجنه څېره په خپله قصيده كې انځور كړه.

د شيخ اسعد قصيده د فرخي تر قصيدې ۱۶كاله مشره ده خو د دواړو د قلم اوښكې سره ورته دي او هر يوه د خپل مړه شوي ممدوح په ستاينه كې ساندې ويلې دي.

په زړه پورې تناسب او تصادف دا دى چې د دواړو قصيدې رائيه قصيدې دي چې د ردف تورى يې “آر” دى، د شيخق اسعد قصيده ۴۵بيتونه او د فرخي بيا ۶۹بيتونه لري چې دواړې متوسطې قصيدې دي، ځكه قصيده له ۱۶بيتونو څخه بيا تر سلو او زياتو پورې رسېږي، د دواړو موضوع ويرنه ده او په دواړو كې داسې ويونه راغلي چې د وير انځور كوي، په دې لړ كې په قافيه كې د دواړو تر منځ ګڼ ټكي شريك دي لكه بهار، نار، زار او نور.

شيخ اسعد سوري خپلې قصيدې ته يو ويرمن تشبيب ږدي چې ۱۹ بيته دى، په دې تشبيب كې له فلكه سرټكوي او د ښكلاوو او خوښيو له منځه وړونكى يې بولي:

د فلك له چارو څه وكړم كوكار

زمولوي هر گل چې خاندي په بهار

هر غټول چې په بېديا غوړېه وكا

رژوي يې پاڼې كاندې تار په تار

بيا د داسې يوې ويرمنې فضا تر جوړولو وروسته فلك ته د خپل درد او دوك ګيلې كوي، د وير اصلي علت ښيي او مطلب ته ننوزي:

زموږ پر زړونو دې نن بيا يو غشى وويشت

ودې ژوبلله له دې غشي هزار

پر سوريو باندې وير پرېووت له پاسه

محمد واكمن چې ولاړئ په بل دار

او د ده د نيول كيدو او وژل كېدو ټوله كيسه فلك ته په خطاب كې كوي او بيا د خلكو وير انځوروي:

په دې وير د غور وګړي تور نمري سول

په دې وير رڼا تياره سوله د ښار

بيا د طبعيت ټول موجودات غرونه، رغونه، مرغان او گلونه ټول ويرمن ښيي.

د فرخي قصيده هم د همداسې وير انځورګري ده:

شهر غزنين نه همانست كه من ديدم پار

چه فتاده است كه امسال دگرگون شده كار

خانه هابينم پرنوحه وپر بانگ و خروش

نوحه و بانگ و خروشى كه كرده روح فگار

او په ښار كې هر څه ويرمن ښيي او جالبه ده چې د دې قصيدې تمهيد او تشبيب هم ۱۹ بيته دى او بيا مطلب بيانوي او دا مير مړينه داسې انځوروي:

كاشكې چشم بد اندر نرسيدى به امير

آه ترسم كه رسيده است وشده زيرغبار

شيخ اسعد سوري په خپله بوللـه كې د ويرد درنې كمبلې تر غوړولو وروسته او د هر څه د ويرمن حالت تر انځورولو وروسته د دغه وير علت د محمد مړينه ګڼي او د مطلب تر ادا كولو وروسته قصيده د ده روح ته د دعاپه كولو سره رانغاړي:

دا په څه چې محمدلاړ له نړيه

په ويرنه يې شو غور ټول سوگوار

سخ پر تا اى محمده د غور لمر وې

په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار

ته پر ننګه وې ولاړ، پر ننګه مړ سوې

هم پر ننګه دې پر ننګه كا ځان جار

كه سوري دې په تګ وير كاندي ويرمن شول

هم به وياړي ستاپه نوم ، ستا په ټبار

په جنت كې دې وه تون زموږ واكمنه

هم پر تا دې وي ډېر لور د غفار

فرخي هم د سلطان محمود ستاينه كوي، د ده ميړانه او فتوحات ستايي خو په پاى كې يوه ويره ورپيدا كېږي او د شاعرانو بازار ورته سوړ شوى ښكاري:

شعر را بتو بازار برافروخته بود

رفتى و با تو به يكبار برفت آن بازار

خو بيا وروسته د صلو او تحفو له پاره د ده وليعهد ستايي وايي:

زنده باد ابوليعهد تو نام تو مدام

اى شه نيكدل، و نيك خوى ونيكو كار

دى هم په پاى كې د شاه روح ته دعا كوي او وايي:

اندر آن گيتى ايزد دل توشاد كنار

ببهشت و بثواب و بفراوان كا كردار