1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غور ځيني ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ دي

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي چي که په هغه ولايت کي د ملي پوځ سرتيري ځای پر ځای نه شي نو ډير ژر به ددغه ولايت يو شمېر هغه ولسوالۍ د مخالفينو په مرکزونو بدلي شي چي له هلمند او فراه سره نزدې پرتې دي.

https://p.dw.com/p/13g3h
د غور د مرکز چغچران يوه برخه
د غور د مرکز چغچران يوه برخهانځور: Alizadah

دغه خبرداری پر داسي مهال ورکول کيږي چي تيره اونۍ د هغه ولايت د مرکز چغچران امنيتي چاري له ليتوانيايي ځواکونو څخه افغان ملي پوليسو ته وسپارلي سوې.

د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چي دا په افغانستان کي يوازنی ولايت دئ چي د ملي اردو سرتيري پکښي نسته.

د غور امنيه قوماندان عبدالله هيواد وايي چي د تيورې او پسابند ولسوالۍ چي له ناکراره ولايت هلمند او فراه سره ګډه پوله لري کله نا کله د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندي راځي او هلته د مخدره موادو قاچاق وړونکي نفوذ لري.

نوموړی وايي، چي د دغو ولسواليو په ځينو سيمو کي هغه وسله وال ياغيان په دې ورستيو کي ځای پرځای شوي دي، چي د هلمند او فراه په ولايتونو کي د وروستيو پوځي عملياتو له ويري دغو سيمو ته را تښتېدلي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره په شهرک ولسوالۍ کي د ملا مصطفي په نوم يو قوماندان چي ځان طالب ښيي قدرت لري او پر خپل سر جوړه کړې محکمه کښي خلک په دار ځړوي يا ئې سنگساروي. خو طالبان وايي چي دغه سړی په دوی پوري اړه نه لري.

خو داسي ښکاري چي يوازي د وسله والو طالبانو شتون په دغه سيمه کي امنيت له ګواښ سره نه دئ مخامخ کړی. بلکي داسي نوري وسله والي ډلي هم شته چي له پخوا څخه په سيمه کي موجودي دي او امنيتي ادارو ته خنډونه جوړوي.

غور هم يو له هغو ولايتونو څخه دئ چي د قانون واکمني پکښي ډيره کمزورې ده، خلک ئې په ټيټ اقتصادي حالت کي ژوند کوي او ډيری ځوانان ئې وزګار دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مديرعبدالبشير له مرکزي حکومت څخه د ملي پوځ د سرتيرو د ور لېږلو غوښتنه کوي.

هغه وايي چي که د ملي پوځ سرتيري په غور کي ځای پر ځای نه شي دغه ولايت به له هلمند او کندهار وروسته طالبانو ته د جګړې ښه بستر برابر کړي.

«په غور ولايت کي ناقانونه وسله وال هم شتون لري، دا له طالبانو وروسته موږ ته لوی ګواښ دئ، بايد غور ته د ملي پوځ سرتيري را وليږل شي او دلته له ځوانانو څخه د پوځ له پاره سرتيري وروزل شي».

خو د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چي په روان کال کي د ملي اردو يو کنډک په هغه ولايت کي ځای پر ځای سوی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل